روسیه: په يوه کارخانه کې چاودنې ۳ کسان وژلي
![روسیه: په يوه کارخانه کې چاودنې ۳ کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/79F9DD33-31B4-43D3-9DBB-FA88509268AA_w800_h450.jpg)
په روسیه کې د چاودېدونکو موادو جوړولو په يوه کارخانه کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي.
د روسي رسنيو د راپور له مخې، لږ تر لږه درې کسان ورک دي. دغه کارخانه د روسیې دفاع وزارت لپاره چاودېدونکي مواد تولیدوي.
لږ تر لږه د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بيړنيو چارو وزارت وویل چې اور وژونکې عملې څو ساعته کار وکړ چې د چاودنې په نتيجه کې لګېدلی اور ووژني.