جنرال امرخیل: په هرات کي درې سوه مجرمین نیول شوي دي
د هرات د امنيي قومندانۍ وايي په تیره یوه میاشت کې يې نزدې درې سوه کسان په مختلفو جرمونو کې د لاس لرولو په تور نیولي دي .
د هرات د امنیي قومندان جنرال امین الله امرخیل پرون خبریالانو ته وویل دا ۲۷۰ نیول شوي کسان په اختطاف ،وسله والو غلاو ،د نشي موادو په قاچاق او نورو جرمونو کې د لاس لرولو په تور نیول شوي دي.
جنرال امرخیل وویل چې له نیول شوو کسانو څخه شل میله مختلف ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي.