د اوکراین د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر ووژل شو
![د اوکراین د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر ووژل شو](https://gdb.rferl.org/7E3FEA7C-9555-45B5-805B-78F9A05D3B03_cx17_cy9_cw37_w800_h450.jpg)
د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر پرون په یوې چاودنه کې ووژل شو.
د بیلتون پالو رسمي خبري سرچینو تائید کړې ده چې ۴۲ کلن الکسندر زخارچینکو د دونیڅک ښار په یوې کافې کې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
روسيی په فوري عکس العمل کې د اوکراین حکومت ددې چاودنې مسول بللی او ویلي دي چې اوکرایني حکومت په خونړۍ جګړه کې د شاملیدو پریکړه وکړه.
خو د اوکراین امنیتي ادارې ویلي دوي په دې باور دي چې الکسندر زخارچینکو د تروریستانو او د هغوي د روسيي ملاتړو د داخلي شخړو په نتیجه کې وژل شوی دی.