د شمالي وزيرستان کډوالو مظاهره کړې
د شمالي وزيرستان کډوالو په بنو کې مظاهره کړې. دوی وايي شاوخوا څلور کاله یې وشو چې له خپلو کورونو بهر دي او په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
خو دوی وايي هله دې خپلو سيمو ته ستانه کړل شي چې هلته کې بشپړ امن پرځای شي.