جنرال امرخېل: په هرات کې درې سوه مجرمین نیول شوي
![جنرال امرخېل: په هرات کې درې سوه مجرمین نیول شوي](https://gdb.rferl.org/333EEFCF-EE98-4F43-90C4-2777930F4D64_w800_h450.png)
د هرات د امنيې قوماندانۍ وايي، په تېره یوه میاشت کې يې نېږدې درې سوه کسان په مختلفو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د هرات د امنیي قومندان جنرال امین الله امرخیل پرون خبریالانو ته وویل دا ۲۷۰ نیول شوي کسان په اختطاف ،وسله والو غلاو ،د نشي موادو په قاچاق او نورو جرمونو کې د لاس لرولو په تور نیول شوي دي.
جنرال امرخیل وویل چې له نیول شوو کسانو څخه شل میله مختلف ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي.