د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د شري د واکسین کمپاین پيلېږي
![د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د شري د واکسین کمپاین پيلېږي](https://gdb.rferl.org/3AD86C0E-9963-4151-B183-CAAAE4DA6666_w800_h450.jpg)
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سر له ننه کوچنیانو ته د شري د واکسین ورکولو کمپاین پلېږي.
دعامې روغتیا د وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر ډاکتر دستګیر نظري پرون ازادۍ رادیو ته وویل چې دا کمپاین به لس ورځې دوام ولري .
" لومړي پړاو د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې عملي کیږي او په ۱۷ نورو کې به په دوهم پړاو کې دا واکسین تطبیق شي.ددې کمپاین په ترڅ کې به ۱۳ عشاریه اته میلیونه ماشومانو ته چې له نهو میاشتو نیولې تر لس کلونو عمرونه لري، د شري واکسین وشي."
د ښاغلي نظري په وينا د شري د واکسين لومړی پړاو په بدخشان، بادغيس، غور، باميان، خوست، غزني، کابل، کاپيسا، لوګر، نورستان، پکتيکا، پکتيا، پنجشېر، پروان، سرپل، وردک او دایکنډي ولایتونو کې عملي کیږي.