د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صنعتي پارکونو ریاست سره تړون لاسلیک کړ
د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د صنعتي پارکونو عمومي ریاست ترمنځ د ځمکې خرڅلاو تړون لاسلیک شو.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اعلامیې پر اساس دغه تړون تېره ورځ لاسلیک شوی.
ویل کېږي چې په صنعتي پارکونو کې خصوصي پانګهوالو ته د ځمکو د وېش په لړ کې د افغانستان اقتصاد عالي شورا د یو شمېر نورو ځمکو وېشل هم منظور کړي دي.