خلیلزاد: د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې
زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې ده. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره نن نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کړې ده. نوموړي ویلي، د دې چوکاټ مسوده د دواړو خواوو ترمنځ چمتو شوې، خو باید پر جزیاتو یې کار وشي. ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا د قناعت لپاره هر هغه اقدام کوي چې یو وار بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي. د ښاغلي خلیلزاد په وینا، طالبان به د دې ژمنې لپاره ضمانت هم ورکوي. Читать дальше...