سپیدار: سیمهییز هېوادونه او نړیوال دې سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي
د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د ضمیرکابلوف سفر ته په اشارې سره وايي چې سیمه ییز هېوادونه او نړیوال باید د افغان سولې لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې کړي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د ضمیرکابلوف سفر ته په اشارې سره وايي چې سیمه ییز هېوادونه او نړیوال باید د افغان سولې لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مسوولین وايي، هرکله چې په دې هېواد کې سوله باوري شي، بهرني ځواکونه به ترې ووځي.
په کرغیزستان کې په زوره د ودونو ضد قانون منظور شوی دی خو په هغه هېواد کې د ناویانو تښتونو پېښې لاهم کېږي. په کرغیزستان په زوره د ودونو او کورني تشدد خلاف د مهم په لړ کې یوه فیشن شو شوې ده. ویډيو: رویټرز خبري اژانس ایډیټ او جوړونکی: انیسه اجمل
په داسې حال کې چې د شمالي وزیرستان له خیسور سیمې د پوځي عملیاتو په وخت له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي، نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې دغه موضوع څېړو، چې هلته د ولس غوښتنې څه دي او ریاست ځپل شویو خلکو ته د انصاف ورکولو لپاره څه هڅې کوي؟ کوربه شاهین بونیری دی.
د ناټو سرمنشي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه تازه څرګندونې کړې دي. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې وګورئ چې د افغان کرکټ ټیم ګروپ په نړیوال جام کې معلوم شو او دا به ووینئ چې یو سړی یوې دنګې ودانۍ ته څرنګه پرته له وسایلو پورته کیږي
وروسته له دې چې پاکستان د خپل فضايي حریم له لارې له افغانستانه هند ته د افغاني محصولاتو د صادراتو مخه ونیوله، هندي رسنیو ...
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د هڅو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.
په مومند کې د مور او ماشوم روغتیا اونۍ لمانځل کېږي چې پکې ولس ته د روغتیا په باب اګاهي ورکول کېږي. د شاهنواز تره کزي ویډيو
د پاکستان ستره محکمه د اسیه بي بي په نوم د مسیحۍ مېرمنې په برخه کې پر خپله ودرېده.
پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالت کې د پولیسو پر ماموريت د وسلهوالو کسانو په حمله کې درې پولیس افسران وژل شوي دي. نن څلور کسانو په لورلايي سیمه کې د پولیسو د مرستيال پر دفتر حمله وکړه او تر یوې چاودنې وروسته وسلهواله نښته پيل شوه. د راپورونو له مخې پهدې حمله کې د پولیسو او ملکيانو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي. هېڅ ډلې د دې پيښې مسوولیت نهدی منلی. لورلايي د بلوچستان له مرکز کوټه ښار څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې مسکو به د ونزوئلا د ولسمشر نيکلاس مادورو د حکومت د ملاتړ په خاطر هر اقدام وکړي. خو د کریملین ویاند ډیمټري پېسکوف پهدې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا روسیه به د ونزوئلا د حکومت نظامي مرسته وکړي. د مادورو له حکومت سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ خبره وروسته له هغه مطرح شوه چې امریکا د ونزوئلا پر ولسمشر نيکلاس مادورو په فشار راوړلو سره د دې هېواد د تيلو پر دولتي شرکت بنديز ولګاوه. د امریکا د ماليې وزارت پرون د دغو بنديزونو خبر ورکړ. امريکا... Читать дальше...
ايټالیا په راتلونکي يوه کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي. دا خبره د ايټاليا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نن په روم کې وکړه. دې سرچينې خبريالانو ته ويلي، د ايټاليا د بهرنیو چارو وزيرې روبرټا پینوتي د دې هېواد له پوځه غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل لومړی پلان جوړ کړي. د سرچينې په وينا د ځواکونو د وتلو د وخت چوکاټ ښايي ۱۲ مياشتې وي. ايټاليا په افغانستان کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې نظامي حضور لري او اوسمهال په دې هېواد کې ۹۰۰ ځواکونه لري چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې فعاليت کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړو په ...
سختو توپانونو د شبرغان اوسیدونکو ته زیان اړولی دی، له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د جوزجان مرکز شبرغان له سختې توپاني هوا سره مخ دی
د افغانستان هوایي ځواک اوس په خپلواکه توګه پوځي عملیات ترسره کوي. د دغه هېواد د هوایي ځواک عمومي قوماندان وایي چې دا مهال تر پخوا هوایي ځواک ته د پوځي عملیاتو لپاره استانتیاوې برابرې دې او د عملیاتو پوره چمتوالی لري.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د تورخم دروازه دې کرۍ شپه ورځ وازه وساتي
ټاکل شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن د شپږو نورو ولایتونو د انتخاباتو وروستي نتایج هم اعلان کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې په خبرو کې د افغان پلاوي نه موجودیت روانې هلې ځلې له ستونزو سره مخ کوي.
پاکستان مسلم لیګ ن په پنجاب کې د دوو نورو بهالپور او جنوبي پنجاب صوبو جوړولو لپاره آئیني ترمیمې بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې دی او وايي باید چې د قامې اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې دا بل په متفقه توګه منظور کړل شي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پولیسو ډي ای جي پر دوتر د ناڅرګندو وسله والو په برید او چاودنو کې درې تنه وژل شوي او نېږدې ۱۰ تنه نور ژوبل دي.
په فراه کې د قطر الغرافه په نوم بنسټ ۴ سوه هابورا مرغان له روزنې وروسته خوشې کړل، دغه بنسټ له پنځو کالو رهیسې په فراه کې د دغو ...
په قرغزستان کې يوه ښځه د چين په شمال لوېديځه سيمه شين جيانګ کې د پېکنګ د پالېسیو پر ضد په لاريون کې په نژادي نفرت اچونه تورنه شوې ده. د قرغزستان په پلازمېنه کې يوې محکمې حکم وکړ چې ګل جميله سپرلايوا به دوه مياشتې توقيف شي. د دې قضيې په اړه پلټنې دوام لري. د بشري حقونو فعال امانبول باباکولوف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې ۵۶ کلنه سپرلايوا د جنورۍ په درويشتمه ونیول شوه. دا له هغو پنځو سوو لاریون کوونکو وه چې په بشکيک کې د جنورۍ په اوولسمه راټول شوي وو او د چین په شینجیانګ سیمه کې يې د مسلمانانو د ځپنې پر ضد اعتراض کاوه. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه د تورخم بندر د ۲۴ ساعتونو لپاره د خلاصېدو په تړاو د پاکستان د صدراعظم عمران خان له وروستي اقدامه هرکلی کوي.
په خوست ښار کې له درېیو ورځو راهیسې د صرافیو دوکانونه د اعتراض په بڼه بند دي چې مراجعین يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د بلخ ولايت د شولګره ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي چې د وسلهوالو طالبانو او ځايي پوليس تر منځ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي دي. د شولګره امنيه قوماندان محمد عارف ازادي راډيو ته وويل چې نښته پرون ماخستن وروسته له هغه پيل شوه چې وسلهوالو طالبانو د شولګره ولسوالۍ په بودنه قلعه کلي کې د پولیسو پر پوسته تهاجمي حمله وکړه او نښته تر سهاره روانه وه. د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ امنيه قوماندان ويلي چې پهدې نښته کې شپږ ځايي پولیس هم وژل شوي او درې کسان ټپیان شوي دي او طالبانو یو ځايي پولیس برمته نيولی دی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости