په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله د یونېسف اندېښنه!
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف چارواکي اندېښنه څرګندوي ...
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف چارواکي اندېښنه څرګندوي ...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر څلورمه په انقره کې له ترک ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ليدنه کې د دوه اړخيزه اړيکو په شمول د افغان سولې بهير په اړه خبرې کړې دي.
د تاجکستان یوه مدافع وکیله فیض النسا واحدوا چې کلونه يې د دې هېواد له ازاد فکرو، د بشر د حقونو له فعالانو او د حکومت مخالفو سیاسیونو دفاع وکړه، د ۵۵ کلنۍ په عمر مړه شوه. د واحدووا انګور تهمینه رحیمووا نن ازادي راډیو ته وویل، خواښې يې تېره شپه د سږو د التهاب له امله مړه شوې ده. واحدووا د مسکو په دولتي پوهنتون کې لوړې زده کړې وې او په ۱۹۹۵ کال کې يې د مدافع وکیلې په توګه کار پیل کړی و. د بشري حقونو په نړیوال سازمان کې یو څیړونکی سټیف سویردلو د واحدووا مړینه د تاجکستان لپاره یوه لویه ضایعه او هغه يې یوه زړوره مېرمن بللې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي.
د خیبر قبایلي ضلعې د تعلیم محکمې چارواکي وایي چې په خېبر کې د پنځو کالجونو په کډون ټولې ۶۷۴ تعلیمې ادارې شته چې په دې کې شاوخوا۱۵۰سرکاري سکولونو ته وسله والو زیان اړولې و او ۶۸ یې په بشپړه توګه له منځه وړي.
نن په کابل کې واوره وورېدله چې کابل ښاریانو پرې خوښي وښوده. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي. د دې وزارت ویاند وحید مایار نن ازادي راډیو ته وویل، پهدې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي او د ټپیانو شمېر يې ۴۷ ته رسیدلی دی. نوموړي وویل، د یو شمېر ټپیانو وضعیت ډېر نازک دی. د کابل په عبدالحق څلور لاري کې لومړی د تیلو په یوه پمپ کې اور ولګېد او وروسته بیا یوې لوړې ودانۍ ته پراخ شو. د کابل پولیس وايي، د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د کانګرس له مشرانو سره ویني چې له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره د ۵ میلیارده ډالرو د غوښتل شوې بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي. له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې له امله د فدرالي حکومت بودجه ځنډېدلې ده چې په نتیجه کې يې د یو شمېر دولتي ادارو چارې درېدلې دي. ډموکراټان چې د کانګرس د استازو په جرګه کې اکثریت دي، د سرحدونو د بودجې د زیاتولو مخالفت کوي. دا مهال د متحده ایالاتو په بودجه کې یو عشاریه درې میلیارده ډالر د سرحدونو... Читать дальше...
د اسیا د فوټبال جام سیالۍ سبا د شنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو پیلېږي. د سږني کال د فوټبال د اسیا جام مسابقې تر پخوانیو سیالیو پراخې دي او پهکې د ګډون کوونکو ټیمونو شمېر ۲۴ ته لوړ شوی دی. ایران، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان هم دا ځل د اسیا جام په سیالیو کې ګډون کوي. د ۲۰۱۵ میلادي کال د اسیا چام استرالیا ګټلی و او د سږکال په سیالیو کې جاپان تر ټولو مخکښ ټیم بلل کېږي. د فوټبال نړیوال فدراسیون بیا د ایران ټیم هم له هغو ډلو شمېري چې د جام احتمالي ګټونکی ثابتېدای شي. په متحده عربي اماراتو... Читать дальше...
امریکا ایران ته خبردارې ورکړی چې خلا ته د هغو دریو الوتکو د استولو له پلان څخه لاس واخلي چې د امریکا له ادعا سره سم اټومي صلاحیت لرونکو بیلیسټیک میزایلو ته ورته دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوملېکنې پروسې د پیل په دوهمه ورځ د افغانستان ...
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي، اسرائیل او ترکيې ته به سفر وکړي او له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه به د دې دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي. ښاغلي بولټون په خپل تازه ټویټ کې ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر لارو چارو به وغږېږي. نوموړي ویلي چې ترکيې ته په سفر کې به له ده سره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ هم ملګری وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې ډسمبر میاشت په ۱۹مه نېټه له سوريې د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ. Читать дальше...
د امريکا د کانګرېس د استازو جرګې ۱۱۶مه غونډه د جنوري پر دريمه وشوه. د روان ۲۰۱۹م کال په لومړۍ غونډه کې د ډيموکراټ ګوند نېنسي پېلوسي د جرګې د مشرې په توګه لوړه وکړه. د دې غونډې د کتلو لپاره يو شمېر ماشومان هم ورغلي ول.
د ارزګان سیمهییز امنیتي مسوولین وايي، پهدغه ولایت د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د پولیسو یوه پوسته په نښه شوې ده چې له امله يې ۶ پولیس ټپیان شوي دي. په ارزګان کې د ملي پولیسو د لومړي کندک قوماندان زین الله نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د مرکز ترینکوټ ښار اړوند په کوټوالو سیمه کې هغه مهال کړی دی، کله چې بهرنیو ځواکونو په یاده سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره عملیات کول. نوموړي وايي، له بهرنیو ځواکونو څخه دغه پوسته په خطا کې په نښه شوې. Читать дальше...
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان پوځ په هوايي او ځمکنیو تهاجمي عملیاتو کې ۷۱ دولت ضد وسلهوال وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل دي. د دفاع وزارت اعلامیه وايي، دا عملیات د کندهار، ننګرهار، فاریاب، پکتیکا، پکتیکا، غزني او دایکنډي ولایتونو په ګډون په ۱۱ ولایتونو کې شوي دي. دفاع وزارت وايي، یوازې د کندهار په خاکریز او شاهولي کوټ ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په شمول ۲۵ وسلهوال وژل شوي دي. په اعلامیه کې د دې عملیاتو په لړ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو په اړه څه نهدي ویل شوي. Читать дальше...
کراچۍ ښار یو وخت د پاکستان تر ټولو ناامنه ښار و. په ۲۰۱۳م کې په دغه ښار کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. په هغه کال د جرمونو ۴۰۰۰۰ پېښې شوي وې چې زیاتره یې د کلنګ اخیستنې، موبایل او پېسو شکونې پېښې وې.
د کابل په مکروریانو سيمه کې د اورلګېدو په پېښه کې د مړو او ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې که د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پر مخ لاړ نشي، نو په افغانستان کې تلپاتې سوله نشي راتلای.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې حکومت یې غواړي له ترکیې سره سوداګریز او اقتصادي تعلقات پراخه کړي او په هېواد کې به ترک پانګوالو ته ټولې ضروري اسانتياوې ورکوي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې په بلوچستان کې ۱۸ ډاکټران وژل شوي او ۳۸ تښتول شوي دي. همدا راز د دې حالاتو له وجې ۹۴ ډاکټران کراچۍ، پنجاب او یا هم له پاکستانه بهر هېوادونو ته تللي دي.
ارګ وايي، جنرال مارک مایلي او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د "مثبت" اغېز، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او پرځان د بسیا کېدو لپاره د افغانستان پر پلان خبرې وکړې.
يو افغان چارواکى وايي، تېره شپه په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي. اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېدو چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خپور شو. د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار اسوشېټېډ پريس اژانس ته ويلي چې د شپږو ټپي شوېو ښځو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى. د پېښې يوه عيني شاهد سيف الله اژانس ته ويلي، دغه اور نيمه شپه د کابل په ختيځ کې مکروريانو ته نېږدې ولګېد. اسوشېټېډ پريس اژانس وايي، د پوليسو چارواکو ورته په تماسونو کې ويلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.
محمود خان په قبایلو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو ته په اشاره وویل، د هغو سیمو ولس د امنیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو اوس وخت دی چې
په پام کې ده د امريکا متحدو ايالتونو او چين چارواکي راتلونکې دوشنبه او سې شنبه په خپلو کې خبرې وکړي. دوى هڅه کوي په تجارتي برخه کې هغه کړکېچ کم کړي چې په نړيواله سطحه يې بازارونه اغېزمن کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت نن ويلي، له امريکا به يوه ډله چې مشري به يې د تجارت لپاره د امريکا د حکومت مرستيال استازى جېفري ګيريش کوي، د هغې مهمې اجماع پر عملي کولو بحث وکړي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چين ولسمشر شي جين پينګ ورباندې تېر کال موافقه کړې وه. د چين د سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوريو په... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости