قبایلو ته تګ اسانه خو پر خبریالۍ محدودیتونه د پخوا په څېر دي: خبریالان
د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر وايي، دا سمه ده چې د خبریالانو په ګډون هر کس قبایلي سیمو ته ورتللای شي خو بې له محدودیتونو، په ازاد مټ خبریالي اوس هم نشي کولای
د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر وايي، دا سمه ده چې د خبریالانو په ګډون هر کس قبایلي سیمو ته ورتللای شي خو بې له محدودیتونو، په ازاد مټ خبریالي اوس هم نشي کولای
د مشال خان د قضیې یو وکیل شهاب الدین خټک وايي، د فبرورۍ پر دویمه د څلورم کس بیان اخیستل کېږي، بیا به وکیلان پوښتنې کوي او تر بحث وروسته به عدالت فیصله تیاروي
ازادي راډیو نن اوولس کلنه شوه. د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه د ازادې اروپا د افغانستان څانګې خپلې خپرونې د جمهوري چک له پلازمينې پراګه پیل کړې.
د امريکا ولسمشر وايي: د افغانستان مذاکرات په ښه توګه پر مخ روان دي. د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون خبرداری ورکړی چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانيې د وتلو يا بريګزيټ د موافقې په اړه نور مذکرات امکان نه لري.
افغان حکومت وایي، د سولې کونجي په افغانستان او د جنګ کونجي په پاکستان کې ده.
د بلوچستان د مرکز کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل نن [د جنورۍ پر۳۰مه] سهار ۴۸ ورځې وروسته خپل کورته رسېدلی دی. د مشال راډيو خبریال وايي چې برمته ګرو د ډاکټر ابراهیم خلیل له کورنۍ پنځه کروړه روپۍ اخیستې دي او دیې د سیند صوبې له صنعتي ښار کراچۍ څخه خوشې کړی دی.په دې اړه دا ویډيويي رپورټ وګورئ.
د عاصمه راني پلار وایي د مالي پرېشانیو له کبله نور د وکیل پیسې هم نشي ورکولای. غلام دستګیر وایي حکومت ورسره د انصاف ډېرې ژمنې وکړې، خو لا یې هم نه دي پوره کړې. عاصمه راني د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کواټ کې له کور سره نېږدې وژل شوې وه
د جلالاباد ښاروالۍ د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ په همکارۍ ۱۴۷۵جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړې او په ځينو ښارګوټو کې خلکو ته درې مياشتې وخت ورکړی چې پر غصب شویو ځمکو جوړې شوې ودانۍ او مارکيټونه تخليه کړي. ویډیو: شا محمود شینواری ایډیټ: ابراهیم صافی
کندهار کې د پولیو ضد واکسین ۵ ورځنی کمپاین پیل شو. د کندهار د عامې روغتیا مسولین وایي چې دوی به دغه لړۍ د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې پلي کړي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی.
د ولسي جرګې دغه معترض نوماندان په پلخمري ښار کې د خپلو پلویانو سره چې شمېر یې سلګونه تنو ته رسېده مظاهره وکړه. د مظاهره کوونکو لهخوا د څو ساعتونو لپاره د کابل بغلان عمومي سړک هم تړل شوی و. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډیټ: ابراهیم صافی.
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبرپښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر زاهد شنواري او په جلال اباد کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خالېز سره څېړل شوې ده.
د پېښور ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه عدالتي کمیشن د پاکستان یو لوړپوړی پوځي چارواکی ورغوښتی دی او د هغه بیان يې ریکارډ کړی دی. د وژل شویو ماشومانو د میندو پلرونو تنظیم (شهداء فورم) مشرانو له مشال ریډیو سره په خبرو کې د کمیشن په کار خپل ډاډ ښودلی او هیله يې څرګنده کړې چې عدالت به هغه خلکو ته سزا ورکړي، چې د ناغېړۍ له کبله یې دغه ناورین رامنځ ته شوی وو. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپوټ وګورئ.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، له وسلهوالو طالبانو سره داسې موافقه چې د ښځو حقونه تضمین نهکړي، سوله نه شي ټینګولای.
شوکت علي د موسيقۍ پروګرامونو ترڅنګ د پښتو او اردو يو شمېر مشهورې ډرامې هم جوړې کړې وې.
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه محتاطانه خوشبيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان پوځ یو ځل بیا د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کړي دي. د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال نن ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام ناوخته د پاکستان پوځ د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ننګهسر او ګلاپړۍ په سیمو دغه مرمۍ ویشتي دي. د ښاغلي میرزکوال په خبره پهدې ترڅ کې درې ماشومان ټپیان شوي دي. د کونړ والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې د دې اقدام متقابل ځواب ووایي. د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو او نورو وسلو ډزې کوي چې تراوسه... Читать дальше...
له پراخو انتقادونو او سپارښتونو وروسته بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور سیمهییز پوليس د خپلو دوو همکارانو له لوري وژل شوي دي. دغه بريد تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د دواب په سیمه کې شوی دی. د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تیره شپه د پنجوایې په ولسوالۍ کې څلور محلي پولیس په یوه پوسته کې د ملګرو لهخوا ویشتل شوي دي. برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي." بلخوا یوه باوري دولتي سرچينه وایي چې د تېرې شپې په داخلي بريد کې پنځه سیمهیيز پوليس وژل شوي او بريد... Читать дальше...
د نړۍ د پنځو قدرتونو ډیپلوماټان د چین په پیکنګ ښار کې راټول شوي، څو د اټمي وسلې د پراختیا پر مخنیوي دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي. پهدې غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، بریتانیا او فرانسې ډیپلوماټان برخه لري. د امریکا متحده ایالاتو د روسیې او چین څخه د دوی د اټمي پروګرامونو په اړه د لا شفافیت غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندریو تامسن پهدې غونډه کې وویل، د اټمي وسلې د پراختیا د مخنیوي د موافقې له مخې د شفافیت د ډېرېدو په برخه کې هڅو ډېرې روښانه پایلې نه درلودې. دا پهداسې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې قطري چارواکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلولو ژمنه کړې ده.
د متقاعدینو د ملي ورځې له رسېدو سره په افغانستان کې یو شمېر ملکي او نظامي متقاعدین شکایت کوي او وايي چې...
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د ولسي جرګې انتخاباتو ته له ښځینه نوماندانو سره د ...
د امريکا استخباراتي مشرانو پرون د ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ پالېسۍ په اړه ځينې ادعاوې ناسمې وبللې. د امریکا متحده ایالاتو ...
د امريکا متحده ايالاتو په مشرانو جرګه کې اکثريت جمهوريت غوښتونکي د دې پلوي کوي چې امريکايي پوځيان دې په ...
د ایران ولسمشر وایي، په روانو اقتصادي ستونزو کې یې د دغه هېواد مشرتابه نه بلکه د امریکا متحده ایالات ملامت دي. د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ په وېبپاڼې کې راغلي چې حسن روحاني دا څرګندونې نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت وینا کې کړي دي. ښاغلي روحاني ویلي چې دغه هېواد په تېرو ۴۰ کلونو کې د تر ټولو لویو اقتصادي تحریمونو او فشارونو سره مخامخ دی. ولسمشر روحاني دغه راز ویلي چې دا فشارونه عمدتاً د امریکا او د هغه د پلویانو لهخوا دي نو د ایران حکومت باید ملامت نهشي. وروسته... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости