اپوزيشن په پارلېمان دننه او بهر د ګډې حکمت عملۍ خپلولو پريکړه کړې
د پاکستان ټولو اپوزيشن ګوندونو په پارلېمان دننه او بهر د ګډې حکمت عملۍ خپلولو او له حکومت سره د خبرو لپاره د يوې ګډې کمېټې جوړولو پريکړه کړې.
د پاکستان ټولو اپوزيشن ګوندونو په پارلېمان دننه او بهر د ګډې حکمت عملۍ خپلولو او له حکومت سره د خبرو لپاره د يوې ګډې کمېټې جوړولو پريکړه کړې.
د پوځي عدالتونو په اړه دوه نظره دي، یو دا چې دا ضروري دي، ځکه چې دې د امن په راوستو کې مهم رول لرلی دی او مخالف نظر دادی دی چې که څه هم اوس بدامني د پخوا په څېر نه ده نو ځکه نور پوځي عدالتونو ته ضرورت نشته.
د افغانستان سولې ته مو د زلمي خلیلزاد له نویو هیلو او په دې برخه کې له تازه هڅو خبروو. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې واورئ چې د ایران سپوږمکۍ د مځکې تر مداره ونه رسیده او د نړۍ تر ټولو ستر مذهبي مراسم سر له ننه پیل شول
د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د سکانو د لسم مذهبي مشر ګورو ګوبینسنګ د زېږېدنې په مناسبت درې ورځنۍ غونډه پېل شوې چې ورته د خیبر پښتونخوا له یو شمېر سیمو ګڼ خلک ورغلي دي. نور حال به دې ویډیويي راپور کې
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې لپاره په سیمهییزه کچه د ګڼو هېوادونو لهخوا نوښتونه کېږي او افغان حکومت ته پهکار ده چې دغه نوښتونه همغږي کړي.
د ازادي راډیو د دې اوونۍ د لوبو له میدانه خپرونه د اوونۍ مهم ورزشي خبرونه
په جرمني کې یو افغان چې دوه ګونی تابعیت لري، ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.
سیمې ته د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او ورسره پلاوی به یې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
له کابل نه ولسي جرګې ته ولاړیو شمېر معترض کاندیدان وايي چې د انتخاباتو کمېسیون له لوري اعلان شوې پایلې ورته د منلو وړ نهدي.
د جرمني چارواکي وايي چې یو پنځوس کلن افغان چې د جرمني تابعیت لري او د دې هېواد له پوځ سره یې کار کاوه په هغو کسانو کې شامل دی چې د ايران استخباراتي ادارې ته د معلوماتو ورکولو په تور نيول شوي دي. د جرمني د څارنوالۍ ادارې پهدې اړه اعلاميه خپره کړې ده. په اعلاميه کې راغلي چې تورن کس چې عبدالحميد اېس ياد شوی، نن محکمې ته وړاندې کېږي. اعلاميې ويلي، داسې شک و چې عبدالحميد اېس له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره کار کوي. دا کس د ژبې متخصص و او د جرمني له پوځ سره يې د فرهنګي سلاکار په توګه کار کاوه. Читать дальше...
له فاریاب ولایت څخه بې ځایه شوي کورنۍ وایي، د ژمې په را رسېدو د سرپناه د نه شتون سره مخ دي او حکومت دې پهدې برخه کې پاملرنه کړي. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د دغو بېځایه شویو پر ستونزو ویډیويي راپور جوړ کړی چې ابراهیم صافی یې وړاندې کوي. ایډیټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن کابل ته ورسېد. دا خبره په کابل کې د امريکا سفارت نن په خپره کړې اعلاميه کې کړې ده.
په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي. انځوریز راپور یې له سیمې د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار رالېږلی دی.
هندی مانو ساوني د کرکټ د نړیوالې شورا يا «ای.سي.سي» نوی اجرائیوي مشر وټاکل شو. د دغې شورا لهخوا ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی مانو ساوني د سویلي افریقايي ډیويډ ریچرډسن ځای ناستی ټاکل شوی دی. د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې يادې څوکۍ ته څلورتنه نوماند وو چې ښاغلی ساوني وتوانېد دغه څوکۍ خپله کړي. د یادونې وړ ده چې د اوسني اجرائیوي مشر ډیویډ ریچرډسن دنده د سږ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروسته پای ته رسېږي چې په جولای میاشت کې به ساوني د دغه دندې مسولیت په غاړه واخلي.... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د اسیا د فوټبال جام سیالیو په لړ کې نن شپه اسټرالیا د سوریې او فلسطین د جورډان په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بحرین، هندوستان ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه، خو د ټایلینډ او متحده عربي اماراتو ترمنځ لوبه يو د يو په وړاندې مساوي پای ته ورسېده. دغه سیالۍ له تېرو دوو اونیو راهیسې د ۲۴ غوره اسیايي لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.
په کابل کې د افغانستان د والبیال ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د کام ایر لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د والبیال فدراسیون مرستیال محمد یوسف صادق ازادي راډیو ته وویل چې پهدغه لوبه کې د کام ایر لوبډلې درې د صفر په وړاندې بریا خپلولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه. ټاکل شوې د دغو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د ننګرهار د خراسان لوبډله د کابل د جیلاني لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي چې ګټونکې لوبډله به یې په پایلوبه کې د کام ایر په وړاندې ولوبېږي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، په کابل کې د مخدرو موادو د ویشلو د شبکې د ۲۹ کسانو نومونه اعلان کړل.
د افغان طالبانو سرچينې وايي چې د دوی يو مشر غړی حافظ محب الله په پاکستان کې نيول شوی دی.
د جنورۍ پر۱۵مه مشال راډیو د خپلو نشریاتو نهه کاله پوره کړل.په دې سفر کې د سیمې د ولس حقونو او غوښتنو پرمخ وړلو لپاره د مشال راډیو په ګډون د میډیا ادارو څه کردار لوبولې دی.
د ګرین وېلېج په نوم د بهرنیانو پر یوه کمپ تېر ماښام اووه بجې د موټر بمب حمله وشوه. طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی. د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي د کابل ښار روغتونونو ته تللې او له یو شمېر ټپیانو سرهیې خبرې کړې دي.
سره له دې چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست په اړه خوشبینۍ زیاتې شوي، خو د افغانستان مشرانو جرګه، اسلاماباد پر دوه ګوني سیاست او نه ریښتینولي تورنوي.
په هرات کې د اورلګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي. د هرات د پولیسو د وياند عبدالاحد وليزاده په وينا یوه ښځه، سړی، دوه لوڼې يې او یو زوی یې په مړو شويو کې شامل دي. د هرات امنیتي چارواکي وايي، اور پرون په هرات ښار کې په محله نو سيمه کې لګېدلی. د ښاغلي وليزاده په وينا د دې پېښې انګېزه تر اوسه نهده معلومه.
په کابل کې د ډنمارک سفیر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د ښه خوندیتوب لپاره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
د کونړ اوسیدونکي پهدغه ولایت کې په یو شمېر ترسره شوېو پروژو ناخوښ دي.
د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر وايي افغان حکومت سره د سولې خبرې هغومره مهمې دي څومره چې له امریکا سره دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости