Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 25.01.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د سولې شورا وایي چین باید مستقیماً طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره وغږیږي. امریکا د ایران د فاطمیون ډلې په شمول چې افغانان په سوریه کې جنګوي په ځینو ایراني ادارو بندیزونه لګولي او یو پاکستانی ځوان له پنسلونو بیلابیل لاسي صنایع جوړوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.



د کوټې اوسېدونکي ګېس غواړي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یخني له زیاتېدو وروسته د ښار په ځینو برخو کې د ګېس فشار کم شوی دی چې له کبله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.

په غزني کې سلګونو کسانو د سولې په تړاو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د جمعې په ورځ په غزني کې د سولې د ولسي حرکت له لوري د سولې د غوښتنې په هدف یو لاریون ترسره شو. په دغه لاریون کې د علماوو کرامو، قومي مشرانو، مخورو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو ترڅنګ، سلګونو ولسي خلکو ګډون کړی و او د سولې په اړه یې شعارونه ورکول. لاریون د جمعې له لمانځه وروسته د غزني ښار د ختم المرسلین له جامج جوماته پیل او د ښار پر بېلابېلو واټونو یې مارش وګړ او د ځايي خلکو ترڅنګ له کابله د سولې ولسي حرکت راغلو ځینو برخه والو یې ویناوې وکړې. د سولې ولسي حرکت یو غړي فرهاد عادل په خپله وینا... Читать дальше...

امریکا د ایران پر ځينو ډلو او شرکتونو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د نویو فشارونو په لړۍ کې د قدس ځواک سره پر ملیشه ډلو- فاطمیون او زینبیون او همداراز له ماهان هوايي شرکت سره پر تړلي قِشم فارس ایر هوايي شرکت او د ارمنستان پر یوه مسافرتي شرکت بندیزونه لګولي. فاطمیون له افغانانو او زینبیون له پاکستانیانو جوړې ملېشه ډلې دي چې د حرم د مدافعینو په نوم یادېږي او د ایران د رژیم په ګټه په سوریه کې جګړه کوي. د دې ډلو څه باندې دوه زره غړي تراوسه د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچين پرون د بندیزونو د اعلان... Читать дальше...

په بلخ د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي نن د پولیسو له خوا توقیف شول

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت چارواکي تأییدوي چې د مزارشریف ښار د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي نن د پولیسو له خوا توقیف شول. د بلخ امنیه قومانداني په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، نیول شوي ښوونکي د افغان ترک د هلکانو د ښوونځیو معلمان او افغانان دي. د دې ښوونکو د نیولو علت تراوسه نه دی معلوم. د افغان ترک د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي چې پولیسو د دې لېسو شااوخوا پنځوس تنه زده کوونکي او ښوونکي نیولي دي. له دې ډلې شکرالله صمدي ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو... Читать дальше...

په هرات کې د افغان ترک یو ښوونځی د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د افغان ترک د نجونو د ښوونځي اداره نن د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شوه. د هرات د پوهنې ریاست یوه چارواکي عزیزالرحمن سروري ازادي راډیو ته وویل، د دې ښوونځي مسؤلیت بې له کومې لانجې ترکي چارواکو ته وسپارل شو. نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې د پوهنې بنسټ په راتلونکو څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو د پراختیا لپاره ۲۰ میلیونه ډالر لګوي. ښاغلی سروري زیاتوي چې د افغان ترک ښوونځیو په سلو کې لس فارغان به د لوړو زده کړو لپاره سږکال ترکیې ته واستول شي او د پوهنتونونو په لګښتونو کې به هم تخفیف ورکړل شي.



ارګ: زیمېنس په افغانستان کې د انرژۍ او ګازو په برخه کې مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

زیمېنس شرکت ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ او طبیعي ګاز له برخې سره به د عصري ټکنالوژۍ په مرسته همکاري کوي. په دې اړه یو تفاهم لیک نن د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي د زیمېنس شرکت له استازي سره لاسلیک کړ. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا تفاهم لیک پرون پنجشنبه د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع په حاشیه کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو. د دې تفاهم لیک له مخې، دواړه لوري پر داسې جامع ستراتیژۍ کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې زیمېنس شرکت د عصري ټکنالوژۍ... Читать дальше...

د جرمني نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د احصایې اداره وايي چې د دې هېواد نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای ته رسېدو سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت. د جرمني د احصايې فدرال ادارې نن اعلان وکړ چې د جرمني د وګړو په شمېر کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۰۰ زره زیاتوالی راغلی دی. د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یووالي په را وروسته موده کې دا د دې هېواد د نفوسو تر ټولو لوړ رقم دی چې یو علت یې د کډوالو د شمېر زیاتېدل بلل شوی. له یووالي مخکې د جرمني نفوس ۷۹،۳ میلیونه و. جرمني د وګړو د شمېر له پلوه په اروپايي ټولنه کې لومړی او... Читать дальше...

د پېنسلو هنري نړۍ

Mashaalradio.com 

د کراچۍ يو هنرمند په دوو لکو پېنسلو يوه هنرې نمونه جوړوي چې ګېنز بوک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم راشي.

عمر داوودزي د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له استازي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي نن د افغانستان او پاکستان لپاره د چین د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سولې د پروسې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې. محمد عمر داوودزي او دینګ زي ژن په پېکنګ کې وکتل. د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري چې چین ته په سفر کې له ښاغلي داوودزي سره ملګری دی، نن ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې همداراز د سیمې د هېوادونو د مرستندویې ونډې په اړه هم خبرې وشوې. ده زیاته کړه... Читать дальше...

په اوړي او ژمي کې په تکلیف کې یو: د شلوبر سکول ماشومان

Mashaalradio.com 

د خیبر په باړه کې د شلوبر سیمې سرکاري ابتداییه سکول د ناامنیو په کلونو کې ړنګ شوی وو. په ۲۰۱۵ز کال کې د ښوونځي انتظامیې په خیمو کې د ماشومانو ښوونه او روزنه پیل کړه چې تر اوسه نه دی رغول شوی. د ښوونځي ماشومان وايي، په اوړي او ژمي دواړو کې په تکلیف وي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ ګورئ.

ایران: د امریکا یو متقاعد منصبدار د یوه شخصي شکایت په اساس نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وايي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو متقاعد منصبدار د یوه شخصي شکایت په اساس نیول شوی دی. ۴۶ کلن مایکل وایټ د ۲۰۱۸ میلادي کال له جولای میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی. نوموړی لومړنی امریکایي وګړی دی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست له دوه کلنې دورې راهیسې په ښکاره په ایران کې توقیف شوی. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر نن د ایراني څارنوال غلامي صادقي له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د ښاغلي وایټ قضیه تر څېړنې لاندې ده. هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.


Музыкальные новости
Наталья Сергунина

Сергунина: в Москве появилась собственная платформа по разработке моделей ИИ





Rss.plus
#123ru.net

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»




Картаполов через Life.ru дал США новый повод для страха на фоне паники из-за "убийцы спутников"

Врач назвала россиянам самые опасные алкогольные коктейли

«Россети Московский регион» оштрафовали за нарушение в Ленинском округе

Ветеран Сергей Бугров из Солнечногорска отпраздновал 101-летие




ننګرهار کې د کتاب لوست کمپاین پیل شو

Mashaalradio.com 

په دې کمپاین کې له ادريس سیاووش يوه ډله رضاکاره ځوانان هم مله شوي ول او د سایکلونو په واسطه څو ښوونځيو ته ورغلل او په زده کوونکو يې کتابونه، قلمونه او کتابچې وویشلې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نقیب الله محسود بې ګناه وباله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې په خپل راپور کې د پولیسو له خوا له ترهګرو سره د اړیکو لرلو په تور وژل شوی قبایلي ځوان نقیب الله محسود بې ګناه بللی. د پولیسو له خوا د نقیب الله محسود د وژنې څېړنیز راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شوی چې د رسنیو د راپورونو له مخې، د نقیب الله محسود په ګډون د ۳ نورو ځوانان وژل پکې بې ګناه وژنې بلل شوې دي. د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور یو قبایلي ځوان نقیب الله محسود له ۳ نورو کسانو سره یوځای وواژه او تور یې ولګاوه چې هغوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې. Читать дальше...

په هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې د راپورونو بشپړه او جدې څېړنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د هغو راپورونو د څېړنې لپاره یو هیئت ټاکلی چې وايي، د هلمند په سنګین کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دفاع وزارت د پنجشنبې د ورځې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرو درېیو ورځو راهېسې یې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پراخ تصفیوي عملیات کړي دي. د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د وسلو زېرمتونونه یې له منځه وړل شوي. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России