Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 18.01.2019



«م.م» سیما سمر، په مشورتي بورډ کې د غړې په توګه ټاکلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر، د دې سازمان د منځګړیتوب په مشورتي بورډ کې د غړې په توګه ټاکلې ده. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې نن خپور شو په دې بورډ کې د چیلي د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جوان ګابریل والدېس او میرمن سمر د ټاکنې خبر ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د منځګړتوب مشورتي بورډ د نړۍ د ۱۸ پخوانیو او اوسنیو رهبرانو، جګپوړو چارواکو او مخکښو شخصیونو په ګډون د ۲۰۱۷ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې جوړ شو او دنده یې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د منځګړتوب... Читать дальше...

خلیل‌زاد نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نن په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل. خلیل‌زاد چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت د هڅو په ترڅ کې په سیمه کې دی پاکستان ته د سفر په دوهمه ورځ له ښاغلي قریشي سره ګوري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل چې خلیل‌زاد په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره د خپلو هڅو په اړه قریشي ته معلومات ورکړل. فیصل وویل چې قریشي هم خلیل‌زاد ته د سولې له هڅو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړ. Читать дальше...



حکومت د بجلۍ مسلې په هوارولو کې پاتې راغلی: بابک

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسین بابک د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، سره له دې چې تحریک انصاف په صوبه او مرکز دواړو کې حکومت لري، بیا هم د بجلۍ په خالص منافعه کې د صوبې په حق ګټلو کې پاتې راغلی دی.

پاکستان نوی قاضي القضات وټاکه

Pa.azadiradio.com 

جسټس اصف کهوسه د پاکستان د پخواني قاضی القضات ثاقب نثار پرځای د دې هېواد د سترې مکمې د ۲۶م قاضي القصات په توګه سوګند پورته کړ. د پاکستان د نوي قاضي القضات د سوګند پورته کولو مراسم د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان په صدارتي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شول. په دغه غونډه کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان سربېره ګڼ شمېر سیاسي او پوځي مشرانو هم ګډون کړی و. د پاکستان پخوانی قاضي القضات جسټس ثاقب نثار په داسې وخت کې تقاعد شوی چې په پاکستان کې په‌دې وروستیو کې د ځینو سیاسي مشرانو پرضد د فساد په ګډون ګڼ شمېر سیاسي دوسیې ثبت شوي دي.

د کولمبیا حکومت له موټر بم چاودنې وروسته ملي ماتم اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د کولمبیا حکومت تېر ماښام د دې هېواد په پلازمېنې بوګوټا کې د یوې موټري بمي چاودنې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی. د کولمبیا د پولیسو په وینا په‌دې چاودنه کې چې د پولیسو د اکاډمۍ په تعلیمي برخه کې وشوه، ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي. دا په تېرو ۱۶ کلونو کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ برید دی. د دې هېواد دفاع وزارت ویلي، په‌دې تروریستي برید کې اتیا کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کاریدلي و. د کولمبیا پولیسو ویلي، په چاودنه کې خپله بریدګر هم وژل شوی او روغتون ته له انتقال شویو ټپیانو... Читать дальше...

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنجشنبې د ورځې راهېسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې اتیا تنه وسله‌وال وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي. دفاع وزارت نن سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې وسله‌والو ته یې دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، ارزګان، کندهار، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، نیمروز او هلمند ولایتونو کې اړولې ده. دفاع وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي په‌دې ولایتونو کې یې د پرون راهېسې شپږ تعرضي عملیات، ۹۱ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۸ هوایي بریدونه... Читать дальше...

جاوېد: فاریاب کې پر پوځي کاروان برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت تأییدوي چې د فاریاب ولایت په شیرن تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو کاروان وسله‌والو طالبانو برید کړی او سرتېري یې په جګړه اوښتي، خو وايي، په‌کې درنه مرګ ژوبله طالبانو ته اوښتې ده. تر دې مخکې قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي نن سهار رسنیو ته په یوې استولي پیغام کې ادعا کړې وه چې د فاریاب په شرین تګاب ولسوالۍ، فیض اباد دښته کې یې د حکومت پر یو پوځي کاروان بریدونه کړي چې د ده په وینا ګڼ دولتي وسایل او وسایط یې له منځه وړي او لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. Читать дальше...

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نانسي پلوسي سفر لغوه کړی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د خپلې ډیموکراټې رقیبې نانسي پلوسي سفر په داسې حال کې لغوه کړی چې د پلوسې پلاوی د سفر تیاری نیوه. ولسمشر ټرمپ د دې سفر د لغوه کېدو دلیل د امریکا د حکومت د یوې برخې تړل کیدل بللي دي.  ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته نانسي پلوسي ته په یو لیک کې لیکلي دي، د کانګرس د هغه پلاوي لپاره چې ټاکل شوې په افغانستان کې امریکايي سرتیرو سره وګوري او په بروکسل کې هم تم شي، د پوځي الوتکې د کارولو اجازه ځکه نه ورکوي چې د ده په وینا دا «د عامه اړیکو یو مناسبت دی.» ولسمشر ټرمپ په دې لیک کې ویلي... Читать дальше...

د سرپل چارواکي: په کوهستانات کې ۴۰ کورنۍ جبري وتلو ته اړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د سرپل ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت کورنۍ له خپلو مېنو جبري وتلو ته اړې کړي دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دې کورنیو ته د تن له جامو پرته نور هېڅ هم نه‌دي پاتي. د اماني په وینا طالبانو دا خلک ځکه له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي چې د کورنۍ غړو یې په دولتي ادارو کې کار کاوه: "دې خلکو ته یې ګواښ کړی دی چې یا باید د خپلو کورنیو غړي له حکومتي ادارو وباسي او یا باید خپل کور- کلی پرېږدي او د حکومت د حاکمیت په ساحه کې ژوند... Читать дальше...

زلمي خلیل‌زاد پرون پنجشنبه له محمد عمر داوودزي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون پنجشنبې په کابل کې د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر له ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي سره وکتل او د سولې د پروسې د پرمختګونو په اړه یې خبرې ورسره وکړې. داوودزی د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس هم دی. د سولې عالي شورا په یوه اعلامیه کې وايي، خلیل‌زاد او داوودزي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر هم حاضر و، د افغانستان د حکومت... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت په کندهار، جلال اباد او خوست کې لاریونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت پرون په کندهار، جلال اباد او خوست کې د سلګونه کسانو په ګډون لاریونونه وکړل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره خبرو ته کېني. لاریون کوونکو هغه شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو، موږ نور مه وژنئ او موږ اوربند او سوله غواړو. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې لاریونونو هدف څرګند کړ: "د سولې د ولسي حرکت غړو د هېواد په دريیو ښارونو، کندهار، جلال آباد او خوست کې لاریونونه لرل او د دې لاریونونو پرمهال مو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل... Читать дальше...

په بدخشان کې د واورو د ښوئیدو له کبله ۸ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې د واورو د ښوئیدو یا برفکوچ له کبله اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د بدخشان د والي ویاند نیک محمدنظري ازادي راډیو ته وویل چې دې برفکوچ د پنجشنبې په ورځ د راغستان ولسوالۍ یو شمېر سیمې زیانمنې کړي. ښاغلي نظري زیاته کړه: "د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې یو برفکوچ راوتلی چې په پېښه کې زموږ اته هېوادوال شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي." ښاغلي نظري وویل چې ورته برفکوچونو د مایمي او تګاب په ګډون د بدخشان ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو اړوندو سیمو ته هم زیانونه اړولي دي خو انساني تلفات نه‌لري.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Балерина Волочкова продолжила участвовать в благотворительных концертах





Rss.plus
Театр

Театр танца Катерины Нейман выступил на главной сцене ТРЦ «Нора»




Глава Воскресенска вручил жителям награды от Союза десантников Белогорья

Стоимость шенгенской визы для взрослых с 11 июля увеличится до 90 евро, для детей до 45 евро

График ряда поездов Курского и Рижского направлений МЖД изменился до конца мая

В Кремле анонсировали переговоры Путина с королем Бахрейна в Москве




د روسیې په سن پټرزبورګ کې د اور لګېدو پېښې یو تن وژلی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پرون په یوه مطبعه کې د اور لګېدو په پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شول. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي چې اور لومړی د دې مطبعې د څلور پوړېزې ودانۍ په دوهم پوړ کې ولګېد او وروسته درېیم پوړ ته وغځېد. په پېښه کې د دې ودانۍ د دوهم پوړ چت رالوېدلی دی. شاوخوا ۳۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي. د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی روښانه شوی.

پوتین: کاسوو د صربیا په وړاندې پارونې کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې صربیا ته په سفر تللی دی، پر کاسوو تور لګولی چې د خپل پوځ د جوړولو په څېر د اقداماتو په وسیله د صربیا په وړاندې پارونې کوي. پوتین چې پرون په بلګراد کې له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې د کاسوو اقداماتو له صربیا سره په اړیکو کې کړکېچ رامنځ ته کړی او ښايي سیمه بې ثباته کړي. صربیا په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پر کاسوو ولکه وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د صرب ځواکونو له‌خوا د البانیایانو د وژنو او له خپلو مېنو د هغو د شړلو د مخنیوي لپاره هوايي حملې پیل کړې. Читать дальше...

ټرمپ: خپل د هوايي مدافعې سیسټم به په نوې ټکنالوژي سمبال کړو

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې امریکا به د فضا په ګډون خپل د هوايي مدافعې سیسټم په نوې ټکنالوژي سمبال کړي او پر خپلو سیالانو- روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا د برلاسه کېدو کار ته به دوام ورکړي. د ټرمپ څرګندونې د امریکا د هوايي مدافعې د سیسټم د څېړنې د نتایجو یوه برخه وه چې له ۲۰۱۰ میلادي کال په را وروسته موده کې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي. هغه د دې څېړنې نتایج پرون په پنټاګون کې په یوه غونډه کې اعلان کړل. ټرمپ وویل، د امریکا یو ساده هدف دا دی چې باید د خپل قلمرو پر لور د هر ویشتل شوي توغندي د کشف او له منځه وړلو وړتیا ولري. Читать дальше...



Москва

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России