ارګ د امریکا نه د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی
د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې پر افغانستان د شوروي یرغل په نړیواله کچه غندل شوی و او پرضد یې د ملګرو ملتونو د سازمان اعلامیه خپره شوې وه.
د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه، ویلي چې د امریکا له متحدو ایالاتو یې په دې ارتباط د وروستیو بیانونو په اړه وضاحت غوښتی دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون د خپلې کابینې غونډې ته په وینا کې چې له ټلوېزیونه خپرېده، وویل، پخواني شوروي په اتیایمه لسیزه کې د دې لپاره افغانستان ته ځواکونه ور واستول چې تروریستان له افغانستانه ته ورتلل، هغوی حق درلود چې په افغانستان کې وي خو ستونزه دا ده چې جګړه سخته وه، شوروي په افغانستان کې دېوالي او په روسیه بدل شول.
د افغانستان په خاطر داسې ډېرې سیمې چې تاسو یې نن نومونه اورئ د روسیې برخه نه دي.
ټرمپ وویل، ولې روسیه، هند او پاکستان اوس هلته نه جنګېږي او د امریکا ځواکونه ولې له زرهاوو کیلومتره لري ځايه، مجبور دي چې هلته جنګ وکړي؟
د ارګ په بیان کې د ډونالډ ټرمپ نوم نهدی اخېستل شوی خو په کې ویل شوي چې له دپلوماتیکو چاینلونو یې له واشنګټنه وضاحت غوښتي دي.
ارګ ویلي چې د افغانستان حکومت داسې ګڼي چې د یوه هېواد رسمي پالیسۍ او خبرې به توپیر لري او هیله یې څرګنده کړې چې واشنګټن به وضاحت ورکړي.