چارواکي: د کندهار په سپین بولدک کې ۷ پولیس او ۱۶طالبان وژل شوي
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۷ پولیس او ۱۶وسله وال طالبان وژل شوي.
چارواکي دغه راز وايي چې ۱۶ نور وسله وال د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال وژل شوي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ناوې پر پوسته طالبانو برید کړی.
دی وایي:
"تېره شپه د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ناوې پر پوسته د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چي په پايله کې يې د امنيتي ځواکونو ۷ تنه شهيدان او ۴ زخميان دي، همدارنګه د وسله والو مخالفينو ۱۶ تنه مړه او ۱۱ تنه زخميان دي چې په سيمه کې له وسله والو مخالفينو ۳ مړي او يو شمېر وسلې هم پاتې شوي دي."
بل خوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو پرمهال د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال محمد صادق عیسی وايي، دغه وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مځکنیو عملیاتو پرمهال وژل شوي.