خالد مؤحد: د عدلي او قضايي مرکز ۳۰ تنه مجازات کړل
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نېږدې دېرش تنه مجازات کړل.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو ۲۹ کسان د ۱۸ قضیو په اړه له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر یوه کال پورې په بند باندې محکوم کړل.
ښاغلی مؤحد زیاتوي، له دې کسانو څخه ځینې یې د هوايي ډګرونو له لارې د نشهيي موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.
دغه ډول تېره اوونۍ هم له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو ۲۵کسان تر ۱۶ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.