په کابل کې پولیسو څه د پاسه ۴۰۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول
په کابل کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه څلور سوه کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول.
په هغه خبرپاڼه کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت لهخوا رسنيو ته استول شوې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په دیسپېچري سیمه کې ۴۵۵ کیلو ګرامه چرس ونیول چې د پیازو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کابل ښار ته یې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.