روسيه او ايران په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات کوي
![روسيه او ايران په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات کوي](https://gdb.rferl.org/711AEC75-349A-42C2-B0B1-F8B97BBD2D40_w800_h450.jpg)
روسيه او ايران په پام کې لري چې په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات وکړي.
د ايران د سمندري ځواکونو يوه چارواکي ويلي چې دغه تمرينات به ډېر ژر وشي.
مهر خبري اژانس نن د ايران د اميرالبحر حسين خانزادي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:
"دا د دواړو هېوادونو تکتيکي، د ژغورنې او د سمندري غلو پرضد جنګي تمرينات دي."
ايران او روسيې په ٢٠١٥ او ٢٠١٧ میلادي کلونو کې هم په کسپين سمندرګي کې دېته ورته پوځي تطبيقات کړي وو.
خانزادي ويلي، د کسپين سمندرګي په شااوخوا کې پراته هېوادونه په سيمه کې د هر هغه هېواد د پوځي حضور مخالفت کوي چې له دغه سمندرګي سره ساحل نه لري.