نامعلومو وسله والو په کندهار کې يو ديني عالم وواژه
نامعلومو وسله والو په کندهار کې د قاري محمود الحسن هاشمي په نوم يو ديني عالم وواژه.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ازادي راډيو ته وويل، حمله کوونکي چې پر موټرسايکل سپاره وو، ښاغلى هاشمي يې نن غرمه په خاد کوڅه کې په ډزو وژلى دى.
قاري هاشمي په لويو دولتي غونډو کې د قران کريم تلاوتونه کول او د کندهار د استيناف محکمې کارکوونکی و.
تر اوسه د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلی.