د کډوالو وزارت ۱۲ زرو بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل کړه
د کډوالو چارو وزارت ۱۲ زره کورني بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړۍ پيل کړه.
د کډوالو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې څلور اتیا زره داخلي بېځایه شوې کورنۍ دي چې له دې ډلې یې دولس زرو کورنیو سره د افغانستان حکومت له خپلې بودجې د مرستو لړۍ پيل کړې.
د همدې مرستو د لړۍ د پیل په خاطر د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ننګرهار ته تللی و او د یکشنبې په ورځ یې رسنیو ته وويل چې دغه مرسته په څوارلسو ولایتونو کې داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي چې ننګرهار هم له دې ډلې دی
په همدې مراسمو کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وویل چې په پام کې ده چې ننګرهار ۹۰۰ کورنیو ته د ديارلس نیم ميلیونو افغانيو په اندازه نغدي مرستې ووېشل شي.
د داخلي بېځایه شویو کورنیو په خبره، په ننګرهار کې د وروستیو جنګ جګړو له امله سلګونه کورنۍ مختلفو سیمو ته کوچېدلي او غوښتنه يې دا ده چې د دوی له سیمو دې د جګړې ټغر ټول شي، تر څو ټولې کورنۍ خپلو مېنو ستنې شي.