روسيه په ماګني توګورسک کې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې نړوي
![روسيه په ماګني توګورسک کې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې نړوي](https://gdb.rferl.org/5BEDB56E-3626-48FC-B8BE-68A64F873539_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې چارواکي په پام کې لري چې د استوګنې د يوې ودانۍ دوه برخې ونړوي.
تېره دوشنبه د دغه کمپلکس د يوې برخې د نړېدو له کبله ٣٩ کسان مړه شول.
چارواکو نن وويل چې د دې ودانۍ پاتې نهه برخې د استوګنې وړ دي.
د دې ودانۍ اووم پوړ د نوي ميلادي کال په شپه ونړېد چې چارواکي يې علت د طبيعي ګازو چاودنه ګڼي او په دې اړه تحقيقات کوي.