د ايران بانک له ريالو د ۴ صفرونو د لېرې کېدو تعديل پېشنهاد کړى
![د ايران بانک له ريالو د ۴ صفرونو د لېرې کېدو تعديل پېشنهاد کړى](https://gdb.rferl.org/78191AFF-A360-48C5-81D7-1F89AA50C148_cx22_cy10_cw57_w800_h450.jpg)
د ايران مرکزي بانک په پولي واحد کې يو تعديل پېشنهاد کړى چې پر اساس يې له ايراني ريالو څلور صفرونه لېرې کېږي.
دا خبر د ايران دولتي رسنيو ورکړى دى.
ايرنا خبري اژانس د مرکزي بانک د رئيس عبدالناصر همتي نننۍ خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي:
"له ملي کرنسۍ د څلورو صفرونو د لېرې کېدلو لايحه پرون د مرکزي بانک له خوا حکومت ته وړاندې شوې ده."
په ٢٠١٨ میلادي کال کې د ايران د ريالو ارزښت څه باندې ٦٠ فيصده ولوېد، خو په وروستيو اوونيو کې يې ارزښت تر يوه حده ثابت شوى دى.