پاکستانیو چارواکو د ابوظبۍ ولي عهد تود هرکلی کړی
![پاکستانیو چارواکو د ابوظبۍ ولي عهد تود هرکلی کړی](https://gdb.rferl.org/cae68cab-c4ad-4e1c-bf24-8667b308164e_tv_w800_h450.jpg)
د ابوظبۍ ولي عهد شیخ محمد بن زید النهیان چې د جنورۍ پر شپږمه اسلام اباد ته ورسېد نو د وزیراعظم عمران خان په ګډون ګڼ چارواکي یې هرکلي ته ورغلي ول. نوموړی په یو ورځني سفر په پاکستان کې دی چې د وزیراعظم دفتر په خبره، پر دوه اړخیزه اړیکو له چارواکو سره غږېږي. ویډیويي رپورټ وګورئ.