اشرف غني: افغان ماشومان لا هم د ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره مخ دي
د افغانستان ولسمشر وايي، افغان ماشومان لا هم د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.
محمد اشرف غني پرون مازيګر د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ډاکټر تدروس ادهانوم سره په ارګ کې د کتنې پر مهال دا خبره وکړه.
د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله ولسمشر ويلي، سره له دې چې نړيوالو بنسټونو د پوليو لهمنځه وړلو لپاره زياتې منابع کارولي، خو افغان ماشومان لا هم له دې رنځه کړېږي.
د اعلاميې په حواله ولسمشر د مور او ماشوم د روغتيا او نورو برخو کې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د روغتيا وزارت په حواله په ٢٠١٨میلادي کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ٢١ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د وسلهوالو طالبانو د مخالفت له امله د هېواد په جنوبي سېمو کې تر يو میليون زياتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه رسېږي.