هندوستان په کرکټ کې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخ جوړ کړ
![هندوستان په کرکټ کې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخ جوړ کړ](https://gdb.rferl.org/384F05FE-23F4-4EAF-B03F-F6BBFC8C6BBF_cx32_cy13_cw19_w800_h450.jpg)
د کرکټ هندۍ لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ کرکټ سیالیو کې اسټرالیا ته په خپل کور کې ماته ورکړه او له دې سره يې تاریخ جوړ کړ.
د څلورو ټېسټ لوبو وروستۍ سیالي که څه هم بې نتیجې پای ته ورسېده، خو له دې وړاندې د هندوستان دوو بریاوو د هغه هېواد په تاریخي بریا کې مهم رول درلود.
داسې چې د څلورو ټېسټ سیالیو دوه سیالۍ د هندوستان او یوه سیالۍ يې د کوربه اسټرالیا په بریا پای ته ورسېده، خو یوه وروستۍ يې بې نتیجې اعلان شوه.