د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته ورسېد
![د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته ورسېد](https://gdb.rferl.org/D08A42FA-B478-4602-8D07-AFFDBB60E1BA_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.
پامپیو نن د منځني ختيځ نهو هېوادونو ته په رسمي سفر وتلی دی.
هغه به هڅه وکړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا شریکانو ته ډاډ ورکړي.
له کله راهیسې چې له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره شوې، په منځني ختيځ کې یو شمېر هېوادونه شدیده اندېښنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن په قاهره کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د بهرنیو چارو د وزیر، سامح شکري سره پر سیمهییز امنیت او د اقتصادي همکاريو پر پراختیا وغږېږي.
پامپیو مصر ته تر تګ مخکې، عراق او اردن ته تللی و او تر قاهرې وروسته به د خلیج عربي هېوادونو ته روان شي.