سادات: د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۳ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه پورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۳ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل، سید نورالله جلیلي درېيم تن دی چې پرون پنجشنبه یې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې خپل ځان د راتلونکي لمریز کال د سرطان د ۲۹ مې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ.
تر دې وړاندې لطیف پدرام او حکیم تورسن ځانونه کاندیدان کړي دي.
خلیل الرحمان او چراغ علی د ښاغلي جلیلي په انتخاباتي ټکټ کې د ده مرستیالان دي.