انکل ډېسکو د کوټې ونې بوټي اوبه کوي
![انکل ډېسکو د کوټې ونې بوټي اوبه کوي](https://gdb.rferl.org/53c2e0d2-0f21-4662-8c77-0464b9c8a06b_tv_w800_h450.jpg)
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي. انکل ډېسکو وايي، اصلي نوم یې خدای نظر بلوڅ دی او د خدای رضا لپاره دا کار کوي.
نور په ویډیويي رپورټ کې.