سږ کال د کروندګرو او مالدارو مېرمنو د فعالیتو د پراختیا هڅې شوي
![سږ کال د کروندګرو او مالدارو مېرمنو د فعالیتو د پراختیا هڅې شوي](https://gdb.rferl.org/B060543A-2B35-4A73-9ECC-EC0585C84B46_cx0_cy35_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریز کال کې یې د ټول هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د افغان مېرمنو د فعالیتو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د ټول هېواد په کچه افغان کروندګرو او مالدارو ښځو ته۲۲۰۰۰ باغچې، ۶۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه، ۱۰۰۰ د شیدو وزې او غواګانې او ۲۱۵۰۰ د چرګانو فارفونه جوړکړي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه په همدې څلورو برخو کې شااوخوا ۵۰ زره ښځې په کار بوختې دي.
دغه وزارت وایي، د ښځو کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو له امله به خوراکي خوندیتوب او کورنی اقتصاد پیاوړی شي.