د کام ایر د والبیال لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه
![د کام ایر د والبیال لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/B8B60D1D-5BC0-40BF-BABE-1CB10BBABC02_w800_h450.jpg)
په کابل کې د افغانستان د والبیال ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د کام ایر لوبډلې د جهان سپورټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د والبیال فدراسیون مرستیال محمد یوسف صادق ازادي راډیو ته وویل چې پهدغه لوبه کې د کام ایر لوبډلې درې د صفر په وړاندې بریا خپلولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
ټاکل شوې د دغو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د ننګرهار د خراسان لوبډله د کابل د جیلاني لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي چې ګټونکې لوبډله به یې په پایلوبه کې د کام ایر په وړاندې ولوبېږي.
دغه سیالۍ له تېرو درېیو اونیو راهیسې په کابل کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون روانې دي.