د ناټو د پوځي کمېټې غړو په بروکسل کې پر افغانستان هم تمرکز کړی
![د ناټو د پوځي کمېټې غړو په بروکسل کې پر افغانستان هم تمرکز کړی](https://gdb.rferl.org/A5567227-13EE-42D0-B377-5F8D2730FD6B_cx10_cy21_cw42_w800_h450.jpg)
د ناټو د پوځي کمېټې غړو په بروکسل کې د خپلې پرونۍ غونډې په ترڅ کې پر افغانستان هم تمرکز کړی دی.
پهدې غونډو کې چې د کال په نیمایي کې د ناټو د پوځي کمېټې لهخوا جوړېږي، د ناټو د ټولو غړو هېوادونو لوړ پوړو قوماندانانو برخه درلوده.
د دغې کمېټې مشر د بریتانیا د هوایي ځواک مارشال سر ستوورات پییچ وویل چې د افغانستان په اړه د ناټو ژمنې پر خپل ځای دي:
"د افغانسان په اړه زموږ ژمنې نه بدلیدونکي دي، پهدې هېواد کې وضعیت ستونزمن دی، خو افغان امنیتي قواوې په جدیت کار کوي، څو د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي او نه پرېږدي چې هېواد یې یو ځل بیا د تروریستانو په امن ځای بدل شي."
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو اوازو د خلکو تر منځ هېجان رامنځته کړی دی.