د فوټبال نړيوال فدراسيون د کرام الدين کريم یوه غوښتنه رد کړې
![د فوټبال نړيوال فدراسيون د کرام الدين کريم یوه غوښتنه رد کړې](https://gdb.rferl.org/65D388EC-DF32-4ABF-915C-90975F618F08_cx28_cy6_cw47_w800_h450.jpg)
د فوټبال نړيوال فدراسيون د افغانستان د فوټبال فدراسيون د پخواني رئيس کرام الدين کريم هغه غوښتنه رد کړې چې پر ده دې لګېدلی بنديز لېرې شي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون «فیفا» لهخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د اخلاقي چارو قاضي پر کرام الدين کريم د فيفا له لوري د ٩٠ ورځو دندې ځنډېدو پرېکړه تأييد کړې ده.
کرام الدين کريم د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د يو شمېر غړو لهخوا پر بد چلند، جنسي ځورونو او تاوتریخوالي تورن شوی دی.
د دغو تورونو په پايله کې د فوټبال نړيوال فدراسيون د کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله.
اوس د نړيوال فدراسيون مسوولينو ويلي چې کېدای دغه بنديز ۴٥ ورځې نور هم اوږد شي.
د افغانستان لويې څانوالۍ د دغو تورونو څېړلو لپاره پلټنې پيل کړي او د کريم په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسيون پنځه غړي يې د پلټنو تر پايه له هېواده بهر ته له تللو بند او ممنوع الخروج اعلان کړي دي.