د سولې ولسي حرکت په کندهار، جلال اباد او خوست کې لاریونونه وکړل
![د سولې ولسي حرکت په کندهار، جلال اباد او خوست کې لاریونونه وکړل](https://gdb.rferl.org/7ba14607-1d3a-46fe-9170-4f3ffe77cdf2_tv_w800_h450.jpg)
د سولې ولسي حرکت پرون په کندهار، جلال اباد او خوست کې د سلګونه کسانو په ګډون لاریونونه وکړل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له افغانانو سره خبرو ته کېني.
لاریون کوونکو هغه شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو، موږ نور مه وژنئ او موږ اوربند او سوله غواړو.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې لاریونونو هدف څرګند کړ:
"د سولې د ولسي حرکت غړو د هېواد په دريیو ښارونو، کندهار، جلال آباد او خوست کې لاریونونه لرل او د دې لاریونونو پرمهال مو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې سوله دې وکړي او اوربند دې وکړي."
د سولې ولسي حرکت د دې لاریونونو پرمهال په خپله اعلامیه کې وویل چې طالبان باید له دوی سره وویني او غوښتنې یې ومني.
همدا راز دا حرکت وايي چې افغان حکومت یو کلن اوربند ورسره منلی نو طالبان دې یې هم ومني او همدا راز حکومت به په کلیو او بانډو کې او طالبان به په ښارونو کې حملې بندوي.
وطندوست زیاته کړه چې د سولې ولسي حرکت په نژدې راتلونکې کې د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم لاریونونه په پام کې لري.