«م.م» سیما سمر، په مشورتي بورډ کې د غړې په توګه ټاکلې
![«م.م» سیما سمر، په مشورتي بورډ کې د غړې په توګه ټاکلې](https://gdb.rferl.org/D93A57D4-DBDB-478E-B799-DCCB7F6C4826_cx48_cy11_cw50_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر، د دې سازمان د منځګړیتوب په مشورتي بورډ کې د غړې په توګه ټاکلې ده.
ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې نن خپور شو په دې بورډ کې د چیلي د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جوان ګابریل والدېس او میرمن سمر د ټاکنې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د منځګړتوب مشورتي بورډ د نړۍ د ۱۸ پخوانیو او اوسنیو رهبرانو، جګپوړو چارواکو او مخکښو شخصیونو په ګډون د ۲۰۱۷ میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې جوړ شو او دنده یې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د منځګړتوب په چارو کې د سلا مشورو ورکول او د نړۍ په کچه د منځګړتوب د هڅو ملاتړ دی.