موحد: له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز ۱۸ کسان محکوم کړل
![موحد: له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز ۱۸ کسان محکوم کړل](https://gdb.rferl.org/8F6C5443-C65D-4B7C-9599-A4BE334F1FE8_w800_h450.jpg)
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۱۸ کسان په مجازاتو محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۸کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۳پېښو په تړاو دې مرکز ته معرفي شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له درېیو کالو او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې مرکز محکمو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو باندې محکوم کړي دي.