امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه استعفا وکړه
امرالله صالح د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه نن رسماً استعفا وکړه.
دا خبره د روېټرز خبري اژانس نن د ځینو سرچینو په حواله کړې ده.
ولسمشر غني ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به امر الله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال وي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني به سبا یکشنبه یو وار بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدۍ لپاره له خپلو مرستیالانو سره نوم لیکنه وکړي.
ولسمشر غني مخکې ویلي وو چې محمد سرور دانش به یې په راتلونکو انتخاباتو کې دوهم مرستیال وي.
امرالله صالح څو اوونۍ مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.