جرمني د ایران د هوایي شرکت ماهان د الوتنې جواز لغوه کوي
![جرمني د ایران د هوایي شرکت ماهان د الوتنې جواز لغوه کوي](https://gdb.rferl.org/CED217A1-667E-4EE1-B0F0-8D2448296AC7_w800_h450.jpg)
د جرمني د هوایي چلند فدرال اداره وایي، په پام کې لري چې روانه اوونۍ د ایران د هوایي شرکت ماهان د الوتنې جواز لغوه کړي.
د جرمني سیمه ییزو رسنیو نن دوشنبه راپورونه ورکړل چې د ایران د استخباراتي ادارې له خوا د پټو عملیاتو د شک په تړاو دا اقدام شوی دی.
د جرمني رسنیو ویلي چې دا اقدام د هغو وژنو سره تړاو لري چې ادعا کېږي د ایران استخباراتي اداره یې په اروپا کې ترسره کوي او په وینا یې چې ایران پلان لري چې داسې نور بریدونه هم وکړي.
ماهان هوایي شرکت په اوونۍ کې څلور الوتنې جرمني ته درلودې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، ماهان یو له هغو هوایي شرکتونو و چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په لېست کې و او واشنګټن له کلونو راهیسې پر خپلو متحدینو هڅې کولې چې د دغه ایرلاین جواز لغوه کړي.