امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس له پېژندلو وروسته په نښه کړ
![امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس له پېژندلو وروسته په نښه کړ](https://gdb.rferl.org/4FDBAF4A-8CCD-4D9E-8AE6-E301D0E568A7_w800_h450.png)
افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړ.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل، دغه کس چې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو، ماښام مهالیې غوښتل چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوه جومات ته ننوځي، خو وپېژندل شو او هدف ته تر رسېدو مخکې لهمنځه یوړل شو.
ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د کمپنۍ په سیمه کې د ایوب صابر جومات په انګړ کې رامنځته شوه.
دی وايي، په پېښه کې یو کس ټپي او خپله انتحاري کس لهمنځه وړل شوی دی.