ارګ: زیمېنس په افغانستان کې د انرژۍ او ګازو په برخه کې مرسته کوي
زیمېنس شرکت ژمنه کړې چې د افغانستان د انرژۍ او طبیعي ګاز له برخې سره به د عصري ټکنالوژۍ په مرسته همکاري کوي.
په دې اړه یو تفاهم لیک نن د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي د زیمېنس شرکت له استازي سره لاسلیک کړ.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا تفاهم لیک پرون پنجشنبه د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع په حاشیه کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.
د دې تفاهم لیک له مخې، دواړه لوري پر داسې جامع ستراتیژۍ کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې زیمېنس شرکت د عصري ټکنالوژۍ په وسیله په افغانستان کې د انرژۍ او طبیعي ګازو د زېرمو د څېړنې په برخو کې مرسته کوي.