د روسیې په سایبریا کې ځینو ادارو ته د بمي چاودنو خبرداری ورکړل شوی
![د روسیې په سایبریا کې ځینو ادارو ته د بمي چاودنو خبرداری ورکړل شوی](https://gdb.rferl.org/C964FDD5-7B79-47F2-9619-718A3D533DD9_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې په سایبریا کې د بمي چاودنو له یوه خبرداري وروسته د دولتي ادارو، روغتونونو او ښوونځیو زرګونه کارکوونکي د خپلو کار ځایونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د بمي برید خبرداری نن د ایمېل په وسیله بېلابېلو ادارو ته استول شوی دی.
په استول شویو ایمېلونو کې ویل شوي چې ظاهراً بمونه په هغو دفترونو کې ځای پر ځای شوي چې ایمېلونه ورته استول شوي دي.
راپورونه وايي، له دې خبرداریو وروسته د سایبریا په مختلفو سیمو کې دفترونه خالي کړای شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ایمېلونه چا یا کومې ډلې استولي دي.