د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې نن ایران او جاپان لوبېږي
![د اسیا د فوټبال د اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې نن ایران او جاپان لوبېږي](https://gdb.rferl.org/FF4046D8-1A67-40B7-948A-91EFCAD1FE68_cx68_cy48_cw21_w800_h450.jpg)
د ایران او جاپان د فوټبال ملي ټیمونه نن د اسیا د د فوټبال د اتلولۍ جام په نیمه پایلوبه کې د یو بل په وړاندې میدان ته وځي.
د ایران د ټیم روزونکي کارلوس کوویروز خبریالانو ته وویل چې ایراني لوبغاړي په پوره ډاډ سره لوبه وکړي.
د فوټبال د اسیايي اتلولۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او نننۍ لوبه به یې د العین په حزه بن زید لوبغالي کې وي.
د جاپان او ایران تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به سبا د اماراتو او قطر ترمنځ د کېدونکې لوبې له ګټونکي ټیم سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووځي.
ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ترسره شي.