د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې زیاتې واورې د ډېرو کلیو لارې بندې کړي
![د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې زیاتې واورې د ډېرو کلیو لارې بندې کړي](https://gdb.rferl.org/435E1C75-E69D-46BC-B6C2-5F17A621EACE_w800_h450.png)
د پروان ولایت د سیا ګرد ولسوالۍ ولسوال وايي چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د ډېرو کلیو لارې بندې شوي دي.
نوراقا سامع نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د مرکز او کلیو لارې بندې شوي دي او زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
سامع وویل چې د ستونزو د حل هڅې کوي.
سیاګرد د پروان په نا امنو ولسوالیو کې ګڼل کېږي.