د هندوستان د کرکټ لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
هندوستان د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې له دوو پرله پسې ماتو وروسته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې استرالیا لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړای شول چې هدف د ۴ وایکټو په زیان سره د لوبې په ۴۹م اوور کې پوره او لوبه یې د ۶ وایکټو په توپیر وګټله.
کیدر جادیو چې په توپ وهنه کې یې د هند په ګته ۸۱ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې يوه وایکټه هم واخيسته، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د سې شنبې په ورځ په هند کې وشي.