د کابل ښاریان: پولیس په کابل کې د جنایي جرکونو په مخنیوي کې پاتې راغلي
د کابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او په تېره د خلکو پر وژنو اندېښنې ښيي او وايي چې ...
د کابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او په تېره د خلکو پر وژنو اندېښنې ښيي او وايي چې ...
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ټول هېواد او په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې ...
د ارمنستان او اذربايجان حکومتونو د دواړو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ وروستۍ کتنه مثبته او رغوونکې وبلله. دوى وايي، دواړو رهبرانو په لانجمنه سيمه نګرنو قره باغ کې د اوربند پر پياوړتيا او د خپل ديالوګ پر دوام موافقه وکړه. د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون په ګډه اعلاميه کې ويلي: "دغې کتنې دواړو رهبرانو ته لار هواره کړه چې خپل مشخص دريځونه څرګند کړي." تر دې مخکې د ارمنستان صدراعظم نيکول پشينيان د اذربايجان له ولسمشر الهام علييف سره په ويانا کې وکتل. ګډه اعلاميه وايي، دواړو رهبرانو د... Читать дальше...
د جرمني پوليس وايي، ١٠ کسان يې د دغه هېواد په لوېديځ کې د ترورېستي حملې د پلان په شک نيولي دي. د دوسيلدورف د څارنوالۍ د دفتر وياند نن وويل، چارواکي له افراطي ډلې داعش سره د دغو کسانو د احتمالي ارتباط مسئله څېړي. د څارنوالۍ وياند وايي، مشکوک کسان په تېرو دوو ورځو کې توقيفځاى ته انتقال شوي دي. د جرمني خبري اژانس د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، يو مشکوک کس د تاجکستان وګړى دى. د پاتې نورو کسانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر وايي، دى به احتمالاً د روسيې او چين له ولسمشرانو سره د ونزويلا پر وضعيت خبرې وکړي. ډونالد ټرمپ پرون خبريالانو ته وويل: "زه به له ډېرو خلکو سره، ښايي له ولسمشر ولادیمير پوتين او ولسمشر شي جين پېنګ سره بحث وکړم." کرملين نن شنبه وويل، د امريکا متحدو ايالتونو تر اوسه د ونزويلا پر وضعيت د بحث لپاره له ولسمشر پوتين سره د ټليفوني مکالمې غوښتنه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په ونزويلا کې د روسيې د پوځي ځواکونو ګمارل کېدل وغندل. د امريکا لوړرتبه چارواکو... Читать дальше...
د ولسمشر لومړى مرستيال په بلخ کې د افغانستان د شمال د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده. عبدالرشيد دوستم له ازبکستانه تر ستنېدو وروسته نن په مزار شريف کې د خپلو پلويانو غونډې ته خبرې وکړې. د ازادي راډيو خبريال وايي، ښاغلي دوستم وويل چې د دولت د وسله والو مخالفانو په وړاندې د عملياتو شپږ مياشتنى پلان يې ترتيب کړى دى. دوستم ويلي، که ولسمشر دا طرحه منظور کړي، دى خپله تيار دى چې د جګړې ميدان ته لاړ شي. د ولسمشر لومړى مرستيال ښاغلى دوستم چې له څه مودې په ازبکستان کې اوسي، نن د حيرتان بندر له لارې خپل هېواد ته راستون شو.
د افغانستان ولسمشر نن له غرمې مخکې له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، جهاي شخصیت عبدالرب رسول...
افغان چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو لږترلږه ٣٥ کسان مړه کړي دي. د دوى په باور، دغو سېلابونو سلګونه کورونه تخريب او په لېرې پرتو سيمو کې زياتې لارې بندې کړي دي. د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير مرستيال وياند هاشم بهادري نن وويل، له پرون راهيسې سېلابونو ١٢ کسان په فارياب او ١٠ کسان په هرات مړه کړي دي. بهادري وويل چې ٨ کسان په بادغيس او ٥ کسان په بلخ ولايت کې مړه شوي دي. د ده په خبره، په دغو سېلابونو کې تر ٣٠٠٠ زيات کورونه تخريب شوي دي. ويل شوي چې تر اوسه پورې ١٠ کسان ورک دي.
د سولې ولسي حرکت وايي، په پام کې لري چې سبا يکشنبه په بلخ ولايت کې د سولې په پلوۍ لاريون وکړي. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن ازادي راډيو ته وويل چې په دې لاريون کې دوى پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي. ده وویل: "يوه برخه دا ده چې پر ولسونو غږ کوو چې نور بايد چوپتيا ماته کړي، خپل اواز پورته کړي او خپل حقونه وغواړي، دوهمه برخه دا ده چې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې افغان وژنه پاى ته ورسوي." د سولې ولسي حرکت پرون د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې د سولې په ملاتړ لاريون کړى و.
د جوزجان په مرکز شبرغان کې د سېلابونو د راوتلو له مله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه یې راپورونه نه دې ورکړل شوي، خو سېلابونو پکې څو کورونه سخت ویجاړ کړي دي. په دې اړه د عالم رحمانیار ویډیویي راپور وګورئ. تدوین: تمیم اخګر
د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره تر سره شوه چې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره ورته له کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو څخه شاعران او د شعر او ادب مینه وال راغلي ول.
د ازادي راډیويي مجلې دا ګڼه مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې ده، د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه ...
اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي چې ټول هغه مخابراتي شرکتونه چې د انټرنټ او خدمتونو کیفیت یې ...
په غزني کې پر يوه ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۴ زده کوونکي وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه هاوان په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي لګېدلى دى. د والي وياند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن سهار شوې ده. دی وایي: "څلور زده کوونکي شهيدان شوي، ١٥ زده کوونکي او ٢ ښوونکي ټپيان شوي دي، د پېښې د څېړلو په هدف يو هيئت ټاکل شوى دى." پېښه د ملانوح بابا پر لېسه په داسې حال کې شوې چې د دولت او وسله والو ترمنځ په کې جګړه روانه وه.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په خاکرېز او میوند ولسوالیو کې د نښتو پر مهال ۱۳ وسله وال او څلور پولیس وژل شوي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند احمد شاه احمدزی وایي چې وسله والو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ د درزاب پر امنیتي پوستې برید کړی چې دوى ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. ده وویل: "د وسله والو د تېرې شپې جګړې د شپې تر يوې بجې دوام وکړ چې په نتيجه کې يې ٨ وسله وال ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول." د امنيې قوماندانۍ وياند په دې جګړه کې د يوه پوليس د وژل کېدو او د بل د ټپي کېدو خبر هم تأييد کړ. Читать дальше...
امریکايي هنرمندې انجېلینا جولي غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوږد مهاله شخړې د ختمولو لپاره د سولې په خبرو کې باید د افغانو ښځو ګډون باوري کړل شي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې...
بدخشان، کندز، هلمند، کونړ، پکتیکا، بادغیس، فراه او فاریاب هغه ولایتونه دي چې اوسمهال په کې جګړه ...
د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۳مه د پښتو سندرغاړي سردارعلي ټکر ته تمغه امتياز ورکړ. د مشال راډيو خبريال ځلاند يوسفزي د مردان په ټکر کلي کې له سردارعلي ټکر سره د دغه اېوارډ او د هغه د موسيقۍ په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې او د امریکا د هالیووډ وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي د افغانستان د سولې په...
د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د قامي مالياتي کميسيون له پېسو به پر قبايلي سيمو په ۱۰ کاله کې ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي. په دې لړه د مارچ پر ۲۹مه د خېبر ضلعې په لواړګي جرګه هال کې د قبایلي ضلعو د ۱۰ کلن پرمختیایی پلان په اړه یوه مشورتي غونډه وشوه. نور حال د فرهاد شينواري په ويډيويي راپور کې.
داسې ښکاري چې کم تجربه سياستواله او د اداري فساد ضد کمپاينره زوزانا چاپوتووا به د سلواکيا جمهوريت لومړنۍ ښځينه ولسمشره شي. په دغه هېواد کې نن شنبه د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات کېږي. دوه نظرپوښتنې ښيي چې ٤٥ کلنه وکيله او فعاله چاپوتووا به شااوخوا ٦٠ فيصده رأيې وګټي. په سلواکيا کې د جمهوري رياست موقف تر ډېره تشريفاتي بڼه لري. چاپوتووا چې اروپاپلوه ده، د مارچ په ١٧مه د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ٤٠ اعشاريه ٦ فيصده رأيې ګټلې وې چې اکثريت نه دي. مېرمن چاپوتووا تېر کال په هغو... Читать дальше...
په زابل ولايت کې يوه حکومتي سرچينه وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه پوليس خپل ۹ ملګري وژلي دي. د زابل يوه لوړ رتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره شپه په جلدک سيمه کې شوې ده. سرچينه وایي چې په پېښه کې ۹ ملي پوليس وژل شوي او بريدکوونکی پوليس له بريد وروسته تښتېدلی دى. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بيا ازادي راډيو ته پېښه بل ډول وبلله او ویې ویل چې د تېرې شپې په جګړه کې ٤ پوليس وژل شوي او ٢ ټپيان شوي دي. سيال وویل چې په برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی معلوم. Читать дальше...
د بدخشان ولايت چارواکو تأييد کړه چې ارغنجخواه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده. د دوى په خبره، پر دې ولسوالۍ له دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه. د والي وياند نېک محمد نظري نن شنبه ازادي راډيو ته وويل: "د دې لپاره چې د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، تېره شپه امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ وتلي او شاتګ يې کړى دى، دوى له ولسوالۍ بهر دي او په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده." د والي وياند وايي، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د دقيق شمېر په اړه يې څه ونه ويل. Читать дальше...
څه د پاسه دېرش تنه هغه مهال ونیول شول چې د کندهار له هوايي ډګر څخه یې نشه يي مواد قاچاق کول. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۳۴) کسان هغه مهال ونیول شول چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې یې نشه يي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي. له نیول شویو کسانو سره (۲۱) کیلو ګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости