Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 15.03.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

په نیوزیلنډ کې د یوه افغان په ګډون ۴۹ مسلمانان ووژل شول، په دې اړه د نړیوالو اندیښنې درسره شریکوو. د تاجک-قرغز پر پوله جګړه شوې. د سوریې د خونړۍ جګړې ۸ کاله پوره شول او په دې هیواد کې به د لارۍ یوه چلوونکې دلته ووینئ چې څه وایي.

پېښور کې د غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالان، شاعران او ادیبان ورغلي ول او د نوموړی ژوند او کار په اړه خپلې ویناګانې وکړې. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیو رپورټ وګورئ.

مزارشريف تر پرونۍ لانجې وروسته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير له پخواني والي عطا محمد نور سره تر کتنې وروسته وويل، چې ښاغلى نور د نوي امنيه قوماندان له ټاکل کېدو سره کوم مخالفت نه لري. اسد الله خالد د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره يوځاى د مزار شريف ښار ته سفر وکړ. په مزار شريف کې اوس وضعيت څنګه دى؟ په دې ويډيو کې يې کتلاى شئ



په ۳ ولایتونو کې څه د پاسه ۷ سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه اووه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سمنګان ولايت پولیسو (۶۸۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد په داسې حال کې نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه دباندې يې قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې څه د پاسه (۱۷) کیلو ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې له بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل. او په درېيمه پېښه کې د پنجشېر پولیسو... Читать дальше...



نیوزیلېنډ کې پر دوو جوماتو د برید مړي ۴۹ تنه شول

Mashaalradio.com 

د نیوزیلېنډ کرایسټچرچ سیمې یو پښتون هستوګن میرویس وزیري چې په برید کې ژوبل شوی دی، مشال راډیو ته وویل، ''یو کس له درېوو توپکو سره النور جومات ته راننوت او د پولیس جامې یې اغوستې وې.''

ننګرهار: قومونو د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړ

Mashaalradio.com 

د ننګرهار بېلابېلو قومونو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اوسني نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې له روانو خبرو، په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو او د دفاع سرپرست وزیران بلخ ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د بلخ ولایت ته تللي او دغلته یې د والي اسحاق رهګذر سره کتلي دي. په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي مزار شریف ته د دې دوو وزیرانو سفر تأیید کړی او د دوی د سفر هدف دغلته د وروستي راپورته شوي کړکېچ هواری بللی دی. په مزار شریف کې پرون وروسته له هغې نښتې وشوې چې د دې ولایت پخواني والي عطا محمد نور او پخواني د امنیې قوماندان اکرم سامع په بلخ کې د نوي امنيې قوماندان له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ. خو وروسته... Читать дальше...

په اسلام اباد کې د افغانستان سولې په اړه غونډه شوې

Mashaalradio.com 

د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی چې د امریکا او طالبانو خبرې به د افغانستان تلپاتې سولې ته لار هواره کړي. په غونډه کې پاکستانیو پوهانو وویل، اسلام اباد د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی دی.

محب: خلیلزاد د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د نامشروع کولو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تورن کړ چې له طالبانو سره د سولې له خبرو د افغانستان د حکومت په څنګ ته کولو د هغه د نامشروع کولو هڅه کوي او د وایسرای په شان چلند کوي. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې چې پرون یې وکړې، د واشنګټن له لوري سمدستي رد شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د محب څرګندونې یوازې د افغانستان او امریکا د اړیکو او د سولې د پروسې خنډ کېږي. ښاغلي محب په واشنګټن کې د امریکا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Лоза заявил, что Джикия является настоящим капитаном





Rss.plus
Футбол

Футбол Беларуси. Минское «Динамо» сразилось с «Шахтером» из Солигорска




Спецназовцы Росгвардии и сотрудники военной контрразведки задержали нарушителей миграционного законодательства в ДНР

Мужчине дали 2,5 года за попытку открыть дверь самолета Москва — Барнаул

Пока в Карелии тянут с решением по ОМК, в Москве вслед за Путиным говорят об амнистии для таких предприятий

Учёные и производственники из России, Киргизии, ЮАР и Кот-д'Ивуар участвуют в геологическом семинаре на базе ИРНИТУ




عبدالله: افغان امنیتي ځواکونه باید د خلکو پر وړاندې ونه درېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په بلخ ولایت کې د پخواني والي او مرکزي حکومت ترمنځ کړکېچ دوام لري، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید د خلکو پر وړاندې ونه درېږي. په مزارشریف کې پرون د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې اتلس کسان ټپیان شول. دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د خپلې دندې د پیل لپاره مزارشریف ښار ته ورسېد او د ښاغلي نور وسله والو مخالفت ورسره وکړ. اجرائیه ریاست تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي... Читать дальше...

د سولې د ولسي حرکت غړي نن اچین ولسوالۍ ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت غواړي چې د خپلو سفرونو په لړ کې نن د ننګرهار ولایت ناارامې اچین ولسوالۍ ته ولاړ شي. ټاکل شوې چې د دې حرکت غړي به د دې سیمې د خلکو په یوه غونډه کې ګډون وکړي. د سولې د ولسي حرکت ویندوی بسم الله وطندوست ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اچین د اوسېدونکو په غوښتنه هلته ځي. ده وویل: "د سولې د ولسي حرکت غړي اچین ولسوالۍ ته ځي، هلته ولسونو غوښتنه کړې چې د حرکت غړي ورسره وویني، دوی هلته غونډه کوي او له حرکت سره د سولې او اوربند لپاره چېغه پورته کوي." د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د... Читать дальше...

په ننګرهار کې پرون په درېيو پرله پسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولايت کې پرون په درېيو پرله پسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شول. د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼی وايي چې د یوه ټپي وضعيت نازک او د نورو پنځو کسانو د ډاډ وړ دی. ښاغلی خوګيانی وایي، درې واړه چاودنې د لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه شوي دي. د هغه په وینا، په لومړۍ پېښه کې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماين وچاودېد، په دوهمه کې په يوه ريکشا کې ځای پرځای شوي چاوديدونکي مواد والوځول شول او په درېيمه پېښه کې امنيتي ځواکونو یو کشف شوی ماين په خپله والوځاوه.

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن خپله ټېسټ لوبه پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د خپلو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کوي چې ټېسټ لوبه ده او د روانې مارچ میاشتې تر نولسمې نېټې پورې دوام کوي. لوبه د هند د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل په وخت د سهار په اتو نیمو بجو پیلېږي. افغانستان له دې مخکې له اېرلنډ سره د لوبو په لړۍ کې پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبې وکړې چې نتیجه یې مساوي شوه، خو له هغه مخکې یې درې واړه شل اووریزې لوبې ترې ګټلې دي.

ټرمپ وایي، د بېړني حالت په اړه د سنا جرګې پرېکړه به رد یا ویټو کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي، د سرحدونو په مسئله کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي بېړني حالت د اعلان غوښتنه پرون پنجشنبې رد کړه، خو ټرمپ وویل چې دا پرېکړه به رد یا ویټو کړي. دې طرحې ته ۴۱ موافقې او ۵۹ مخالفې رأیې ورکړل شوې، خو د رأیو د نتیجې په ځواب کې ټرمپ پر ټوېټر یوه کلمه ولیکله، "ویټو" ۱۲ جمهوري غوښتونکي سناتوران پر نورو ډموکراتو سناتورانو ورګډ شول او د ولسمشر ټرمپ د بېړني حالت طرحه یې رد کړه. ټرمپ وروسته له دې چې کانګرس له مکسیکو سره په جنوبي سرحد کې د دېوال د رغونې د لګښتونو... Читать дальше...

اروپايي ټولنې د بشري حقونو د سرغړوونکو په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

اروپايي پارلمان د رأیو په غوڅ اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بشري حقونو سرغړوونکو ته د سزا ورکولو لپاره د بندیزونو د یوه رژیم جوړولو ته هڅوي. دا پرېکړه لیک چې پرون تصویب شو، پر اروپايي کمېسیون غږ کوي چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادو په کچه د مګنیڅکي د بندیزونو قانون ته ورته یو خپلواک او د انعطاف او غبرګون لرونکی داسې سېستم رامنځته کړي چې له بشري حقونو څخه په ښکاره سرغړونو کې ښکېل افراد، حکومتونه او غیر حکومتي شخصیتونه په نښه کړي. متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

Певец Shaman посетил Рязань и рассказал, что не носит трусы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Чеченка Лия Заурбекова поделилась подробностями конфликта с семьей в полиции



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России