Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 17.03.2019

ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زایدالنهیان سره په پلازمېنه ابوظبي کې وکتل. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د اماراتو د ولیعهد په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او په نننۍ کتنه کې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اماراتو د پانګونو، د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د اماراتو مشرانو په دې کتنه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړ. Читать дальше...

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن ماسپښین په یوه موټر کې ځای پرځای شوی ماین وچاودېد چې درې کسان یې ټپیان کړل. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په یوه کرولا موټر کې شوې او په درېیو ټپیانو کې یې یو ماشوم هم شامل دی. پولیسو د پېښې د عواملو او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي.

داعش ډلې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خوست د یوې ټلویزیونې شبکې د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی دی. شپېته کلن خیرخواه د ژمن ټلویزیون خبریال و چې د جمعې په ورځ په خوست کې په ډزو ووژل شو. د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې په یوه بیان کې پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.



په پاکستان کې په یوه رېل ګاډي کې چاودنې ۴ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وايي چې د بلوچستان ایالت په یوه رېل ګاډي کې د چاودنې په پېښه کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. دا چاودنه د کوټې د جنوب ختیځ په ۳۰۰ کیلومترۍ کې په مراد جمالي ډېرۍ سیمه کې شوې ده. یوه عیني شاهد نذیر احمد د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: "ناڅاپه یوه چاودنه وشوه او بیا د ډزو غږ شو، ورپسې د رېل ګاډي ویلونه او ډبې له پټلۍ واوښتې او لېرې ځای ته ګوزار شوې." د دې سیمې د پولیسو قوماندان عرفان بشیر وايي، دا رېل ګاډی له راولپنډۍ څخه کوټې ته روان و چې پر لاره د ریموټ کنټرول... Читать дальше...

حفصه ریحان د ترهګرۍ په موضوع ناول لیکلی

Mashaalradio.com 

د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېغله په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې کار کوي. نوموړې په دې وروستیو کې یو ناول لیکلی چې په ارمي پبلک سکول د شوې حملې پس منظر کې لیکل شوی دی. دغه لیکواله وايي، له بریده وروسته پر اغېزمنو شویو کورنیو چې څه تېر شوي، هغه دې پخپلو سترګو لیدلي او دا ناول یې لیکلی دی.

اریانا سعید پر ګواښونو سربېره په کابل کې کنسرټ ورکړی

Mashaalradio.com 

د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې اریانا سعید وايي، په وروستیو کې یې په کابل کې کنسرټ ورکړی ځکه چې موسیقي د افغان کلتور مهمه برخه ده. ځېنو مذهبي ډلو پر نوموړې تور پورې کړ چې تېر کال یې په پاریس کې د هغوی په وینا، ناسمې جامې اغوستې وې. د دې له کبله هغې ته ګواښونه هم وشول. د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیو څخه جوړ رپورټ وګورئ.



اېف سي ار ختم شو خو قضیې پاتې دي

Mashaalradio.com 

د قبایلي ضلعو ځيني وکیلان او د قانوني چارو پوهان وايي، په سیمه کې د ایف سي ار قانون لاندې درج شوې ګڼې مقدمي تر اوسه فیصلو ته په انتظار پرتې دي.

فاریاب: طالبانو په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو حملې کړي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو پراخې تهاجمي حملې وکړې. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ترین یورش ازادي راډیو ته وویل، دا حملې د سهار تر څلورو بجو پورې روانې وې، خو یورش د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه بې‌خبري وښوده. له دې مخکې د فاریاب په ولایتي شورا کې سرچینو ازادي راډيو ته ویلي و چې په ارکلیک کې د طالبانو په حملو کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي او شل نور ټپیان او اسیران شوي دي. طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

چارواکي: د بغلان -سمنګان لویې لارې د امنیت لپاره عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان امنیتي چارواکي، د بغلان سمنګان د لویې لارې د امنیت لپاره په شاوخوا سیمو کې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه نظم د لوا درستیزوال ډګرمن محمدنبي وايي، د شاهین په نوم دا عملیات د شنبې په ورځ پیل شوي او اوس په چشمه شېر او هغو سیمو کې روان دي چې د دې لویې لارې په اوږدو کې پراته دي او امنیتي ګواښونه په‌کې شته. ښاغلي نبي په جګړو کې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دولتي ځواکونو د دې عملیاتو په ترڅ کې ښه پرمختګ کړی دی. دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې... Читать дальше...

د کابل امنیه قوماندان د ملا ضعیف د کور محاصره کېدل رد کړل

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي هغه راپورونه رد کړي چې ګنې پولیسو د طالبانو د پخواني چارواکي ملاعبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی. د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه یوازې د امنیتي ګزمې او د ښاغلي ضعیف د کور د ساتونکو ترمنځ لفظي شخړه وه. ښاغلي روشندل زیاته کړه: "د ښاغلي ضعیف یوه ساتونکي چې وسله یې درلوده د هغه د کور په مخکې له امنیتي ګزمې سره مخامخ شوی او د هویت د تثبیت تر وخته د دوی ترمنځ ناوړه تفاهم رامنځته شو." له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې امنیتي ځواکونونو له تېرې... Читать дальше...

پاکستان وايي ۹ وګړي یې د نیوزیلنډ په پېښه کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تأیید کړې ده چې نهه وګړي یې د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید په قربانیانو کې شامل دي. د یو پاکستاني نوم میا نعیم رشید ښودل شوی چې پنځوس کلن و او د بریدکوونکي د بې وسلې کولو هڅه یې کړې وه، خو دی او د طلحه په نوم ۲۲ کلن زوی یې دواړه ووژل شول. نوموړي ته د پاکستان صدراعظم د ملي هیرو لقب ورکړی. په نورو قربانیانو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ترکیې، سعودي عربستان، مصر، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.


Музыкальные новости
Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов!





Rss.plus
Владимир Потанин

Правительство РФ сообщило о перевыполнении планов по достижению цифровой зрелости национальной экономики




Дороги Подмосковья в среду вечером загружены на 6 баллов

Сотрудники учреждений здравоохранения г. Чебоксары ознакомлены с актуальными темами региона

Китайский автобренд VGV представил кроссоверы U70 Pro и U75 Plus в Москве

Студент из Сергиева Посада победил в региональных соревнованиях по джигитовке




د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي. د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې کاره یې هدف دا دی چې افغان لوبغاړي د بایسکل ځغلونې په برخه کې حرفووي زده‌کړې وکړي. نوموړي وویل، دغه غوښتنه یې د المپیک ملي کمېټې سره هم شرېکه کړې او هېله‌مند دي چې ومنل شي. دغه فدراسیون وايي، د بهرنيو روزونکو تر روزنې لاندې به افغان لوبغاړي معیاري زده کړې وکړي.

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم کابل ټيم ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم په وروستیو سیالیو کې ۳۴-۲۷ پایلو سره کابل ټيم ته ماته ورکړه. د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، په‌دغو لوبو کې د فارياب او ننګرهار ولايتونو لوبډلو درېيم او څلورم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ نن په کابل کې د پارا المپیک فدراسیون او سره صلیب نړېوالې  کمېټې په همکارۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

حکومت قبایلو کې د ټیکس نظام عملي کوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم خان ویلي، په قبایلي ضلعو کې د پرمختیايي کارونو پوره کېدو وروسته به په هغو سیمو کې د ټیکس نظام پیلوي.

د فرانسې حکومت د پاریس په شانزې لیزې واټ کې عمیات وکړل

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې ژیړ واسکټو معترضانو د پاریس ښار په شانزې لیزې واټ کې بیا د اعتراضونو لړۍ پیل کړه، د فرانسې حکومت نن په‌دې سیمه کې تصفیوي عمیات وکړل. ژېړ واسکټ لرونکو معترضانو پرون په دې واټ کې یو ځل بیا بانکونو او مغازو ته اور واچاوه. د دې واټ لوکسو مغازو، رسټورانټونو او بانکونو نن د هغو زیانونو ارزونه پیل کړه چې د اعتراضونو پرمهال د اور لګېدو په پېښو کې ورته اوښتې دي. د نړۍ دا پرتمین واټ پرون شنبې یو ځل بیا د اعتراضونو ډګر وو او داسې ښکارېده لکه جګړه چې په‌کې تېره شوې وي. ولسمشر ایمانوئل... Читать дальше...



Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Племя Гунны: рэпер из США в меланхолии, наш Баста — в музлитературе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


Даниил Медведев

Теннисист Медведев не смог выйти в четвертьфинал турнира серии «Мастерс» в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России