Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 07.03.2019

د یوې کارګرې ښځې له سختیو ډک ژوند

Pa.azadiradio.com 

وحیده د اوه ماشومانو مور ده. خپلو ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د کابل سړکونه پاکوي. د کابل ښاروالۍ دې کارګرې چې د ژوند له سختیو کړیږي د ازادي راډیو له خبریالې لیمه هادي سره د زړه خواله کړې. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د ۱۸۲ مدرسو کنټرول په لاس کې اخیستی او څه باندې سل کسان یې نیولی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ګواښ سره سره له روسیې د دفاعي سیسټم په پېرو ټینګار وکړ. او د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د پاکستان د بزګرو ښځو ویډیو کتلی شئ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

۸ مارچ: افغان مېرمنې د سولې په مذاکراتو کې فعاله ګډون غواړي

Mashaalradio.com 

په دې وروستيوو کې د افغان طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې خبرې تېزې شوي دي. افغان مېرمنې وايي په دې خبرو اترو کې بايد د ښځو حقونه ونه خوړل شي. د دوی په وېنا شوې پرمختګونه بايد وساتل شي. مشال راډيو د ځينو فعالو افغان مېرمنو خبرې راخيستې دي.



فواد چوهدري: نوازشريف ځانله خپل ډاکټر راغوښتلی شي

Mashaalradio.com 

د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د مارچ په ۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د وزیراعظم عمران خان په حکم پنجاب حکومت ته ويل شوي چې بندي نوازشريف ته ښه طبي سهولتونه برابر کړي.

له وږمه فروغ سره ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

وږمه فروغ د افغانستان د سولې عالي شورا غړې ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.



د پاکستان حکومت وايي د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت نن وویل، د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې نیولي دي.  دا کار په پاکستان کې پر افراطي اسلامپالو د ملېشه ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره شوی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، د قانون د حاکمیت ادارو ۱۲۱ وګړي توقیف کړي دي.  د فبرورۍ په څلورمه د هندي کشمير په پلواما سیمه کې د خونړۍ حملې مسؤلیت یې په پاکستان کې د افراطي اسلامپالو ډلې، جېش محمد واخېست. په حمله کې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر ووژل شو. له هغه راهیسې نړیوالو پر پاکستان فشار... Читать дальше...

محقق: د عبدلعلي مزاري د تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر وايي چې د عبدلعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي پېښه نه‌ده. محمد محقق له پېښې څو ساعت وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په هم‌غږي سره یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي. دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدلعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو چې په کابل جوړ شوی و، د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو شمېر افغان سیاستوالو په‌کې ګډون کړی و. ... Читать дальше...

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ومانه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.  د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېب‌سایټ دا معلومات خپاره کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی. په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان ور وړل شوي دي. نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي. د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.

د کابل استقلال روغتون: په نننۍ پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۷ ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د استقلال روغتون رئیس وايي چې د عبدالعلي مزاري پر ۲۴م تلین د حملې له ځایه یوازې دغه روغتون ته یو مړی او ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي. حدودالله نوري ازادي راډو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. ښاغلی نوري زیاتوي: "تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بده‌مرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی." د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانو ډزې کېږي. ښاغلي رحیمي... Читать дальше...

اشرف غني په کابل کې نننۍ حمله د ډموکراسۍ ضد عمل بللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نننۍ راکټي حمله د ډموکراسۍ او د مدني ارزښتونو ضد عمل بللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیټ ټینګولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې ده. د دې وزارت ویاند محمد فیصل نن پر ټویټر لیکلي: "پاکستان له ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."

رحیمي: هغه کور محاصره شوی چې پر مراسمو ترې ډزې کېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کور یې محاصره کړی چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په مراسمو ورڅخه د هاوانونو ډزې کېږي. د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې هغه کس هم نیول شوی چې په هاوان‌یې ډزې کولې او جګړه‌یې رهبري کوله. ښاغلی رحیمي زیاتوي: "په ۱۸مه حوزه کې له هغه کوره چې هاوانونه فیر کېدل، پولیسو محاصره کړی، د حمله کوونکو هوان چې نیول شوی او هغه کسان چې په کور کې دننه پاتې دي د ځانګړو ځواکونو له‌خوا محاصره شوي، د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات شریک... Читать дальше...


Музыкальные новости
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)





Rss.plus
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




График ряда поездов Курского и Рижского направлений МЖД изменился до конца мая

Стоимость шенгенской визы для взрослых с 11 июля увеличится до 90 евро, для детей до 45 евро

В ФНС назвали фейком новости о задержании главного свердловского налоговика

Глава Воскресенска вручил жителям награды от Союза десантников Белогорья




خوستي پیغلې او ځلمې د سولې په ملاتړ راوتي

Mashaalradio.com 

د مارچ پر اوومه د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو نجونو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه صحرايي محاکمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه وسله‌والو طالبانو په صحرايي محکمه کې محاکمه کړې دي. د سرپل د والي ویاند، ذبیح‌الله اماني دا پېښه تأیید کړې ده. اماني نن سهار په شمال کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي: "دا ښځه عزیزه نومېده، د تېبیر د کلي اوسېدونکې وه. وسله‌والو طالبانو هغه د زنا په تور نیولې او د اوقاف په سیمه کې یې په صحرايي محکمه کې په لښتو وهلې ده." د چارواکو په وینا دا سیمه د وسله‌والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده. طالبانو په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي. په جوزجان کې هم يوه ښځه پرون د هغې مېړه وژلې ده. Читать дальше...

د کندهار چارواکي: غورک ولسوالۍ له طالبانو ونیول شوه

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي وايي چې غورک ولسوالۍ یې له طالبانو ونیوله. په جنوبي ولایتونو کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسي نن د مارچ په اوومه ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په معروف، شاه وليکوټ، میوند او غورک ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي. احمد صادق عیسی ویلي چې غورک ولسوالۍ له طالبانو خلاصه شوې او په ميوند، معروف او شاه وليکوټ ولسوالیو کې هم ډېر پرمختګ شوی دی. هغه څرګنده کړې چې په‌دې پوځي عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته زیات تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی دی. په کابل کې نن د وحدت حزب د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد پر جوړه شوې غونډه راکټي حملې وشوې. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعه عملیات کوي. سادات لیکلي: "ترهګرو د روشن ټیلیفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او ۱۸مې ناحیې ترمنځ و، راکټ ویشتی دی، د حملې تنظیموونکی ځای پر ځای نیول شوی او عملیات روان دي." د دشت برچي په نننۍ غونډه کې د افغانستان... Читать дальше...



Москва

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России