سنځاوۍ کې د لېویزوالو د وژنې پرضد پرلت دوام لري
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.
ترک چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې درې افغان ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي. حريت ورځپاڼه د ترک چارواکو په حواله خبر ورکوي چې کډوالو غوښتل د یونان لیزبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي. چارواکي زياتوي په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱ يې ژغورل شوي دي. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي
په هند کې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د یوې سروې نتیجه ښیي چې د هند اکثره وګړي په دې باور دي...
د سولې د خبرو پر سر یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد اختلاف. د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د بیړۍ له ډوبیدو او د چین او اروپایي ټولنې د لسګونو میلیارډه ډالرو له تړونه خبرو دا به هم وګورئ چې د ازادو سیالیو یوه اتل لوبو ته شا کړه.
د پاکستان پیپلز پارټۍ چیرمېن بلاول بوټو ویلي موجوده حکومت د نېب په زریعه د پخواني امر پرویزمشرف پالیسي جاري ساتلې او دا د سیاسي انتقام لپاره کاروي.
د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره مشرې له اسلام اباده وروسته په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره وکتل.
روسيې، ایران، او د امریکا د نږدې متحد سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت په رسمیت پېژندلو په اړه د ډونالد ټرمپ د ملاتړ غندنه کړې ده. دغو هېوادونو ویلي دي چې د اسرائیل له دې پلانه د امریکا د ولسمشر ملاتړ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا پرېکړه به د سیمې ثبات زیانمن کړي. د کرمیلن ویاند دیمتري پېسکوف وویل، دا پرېکړه به بې له شکه منفي پایلې ولري او په سوریه کې به د سولې د موافقې فضا خرابه کړي. پېسکوف وویل، ولسمشر ولاديمیر پوتین به دا موضوع د لبنان... Читать дальше...
د سوات په مېنګوره کې ضلع کونسل او یوې غير- سرکاري ټولنې په ګډه د ښځو مسلو په اړه یوه لويه غنډه جوړه کړې وه چې پکې له بېلا بېلو سيمو په لسګونو ښځو ګډون وکړو او خپلې ستونزې یې چارواکیو ته کېښودې. د مشال ريډيو خبريال نيازاحمدخان یې ویډیو راپور کښلی دی.
د پکتیا ولایت د پوهنتون د نوې لیليې د جوړولو کار نن پیل شو. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د لیليې د بنسټ د اېښودلو پر مهال وویل، دا پنځه پوړیزه ودانۍ د جمهوري ریاست د ځانګړې پاملرنې له مخې د ۳۰۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې درې زره محصلان به په کې اوسېږي. ده وویل: "د پکتیا پوهنتون د لیلیې ستونزه لرله، له نېکه مرغه ولسمشر د ځانګړې مهربانۍ پر اساس بودجه ورته ورکړه، دوه لوی تعمیرونه په پنځو پوړونو کې جوړېږي چې پکې به تقریباً تر درېیو زرو زیات محصلین اوسېږي." دا ودانۍ به ۳۴۸ د اوسېدو خونې،... Читать дальше...
چارواکي وایي چې په ارزګان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي دي. افغان امنیتي مسؤلین وايي، دغه عملیات يې د ارزګان د مرکز ترينکوټ اړوند په ګرم اب سيمه کې له وسله والو طالبانو د سيمو د نيولو په هدف پیل کړي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ارزګان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلنو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړی دی.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست د پاکستان د صدارعظم وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله...
په کابل کې د اوبو کموالی یوه جدي ستونزه ده چې خلکیې اندېښمن کړي دي. له دې ډلې د کابل ښار د بي بي مهرو د سیمې ...
د پاکستان سترې محکمې نن د ۶ اوونیو لپاره په ضمانت د پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشې کېدو امر وکړ. ۶۹ کلن شریف چې د فساد په قضیه کې په ۷ کاله بند محکوم دی، د محکمې د دې حکم له مخې کولای شي چې په پاکستان کې چېرته چې وغواړي خپله درملنه وکړي، خو د درېیو قاضیانو د دې حکم پر اساس نوموړی له پاکستانه د وتلو اجازه نهلري. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له قلبي او د ګُردې له ناروغۍ شکایت کوي. د اسلاماباد سترې محکمې تېره میاشت د درملنې لپاره په ضمانت د نواز شریف د خوشې کولو غوښتنه رد کړې وه.
د پاکستان وزیر اعظم په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې جوړېدو وړاندیز په دوشنبه په اسلاماباد کې په خپل دفتر کې له یوشمېر خبریالانو سره په خبرو کې وکړ.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، له دې وروسته به د مخابراتي شرکتونو پر وړاندې له نرمښته کار ...
ترکي چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې افغانې ښځې او یو کوچنی مړه شوي دي. اسوشیټېډ پرس اژانس د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې په کښتۍ کې ۱۵ کډوال سپاره وو چې غوښتليې د یونان لیزبوس ټاپو ته ورسېږي. ترکي مقاماتو ویلي دي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱يې ژغورل شوي دي. که څه هم چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د څپې د مخنیوي په اړه د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځ له موافقې وروسته د ترکيې له لارې... Читать дальше...
په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی د جاسوسي او د ترکيې د حکومت د نسکورولو په تور نن محکمې ته حاضر کړای شو. دې قضيې د ترکيې او متحده ایالاتو ترمنځ نوی ډیپلوماتیک جنجال پیدا کړی دی. د متین توپوز محاکمه چې ژباړونکی او د امریکا په قونسلګرۍ کې د نشهيي موادو پر ضد مبارزې د برخې کارکوونکی دی، نن په استانبول کې پیل شوه. ۵۹ کلن توپوز له تېرې اکټوبر میاشتې راپهدېخوا په توقیف کې دی. نوموړی تورن دی چې د ترکيې د حکومت له سیاسي مخالف فتحالله ګولېن سره اړیکه لري. ترکي حکومت ګولېن د ۲۰۱۶ کال د کودتا د ناکامې هڅې تر شا بولي. Читать дальше...
په هند کې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د یوې سروې نتیجه ښیي چې د هند اکثره وګړي په دې باور دي چې هېواد یې ...
د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر ميا نوازشريف د ضمانت غوښتنه د شپږو اونیو لپاره منلې ده.
روسیې، ایران او یو شمېرعربي هېوادونو د امریکا د ولسمشر هغه پرېکړه غیر قانوني بللې چې د اسرائیل ...
د اسلاماباد سترې محکمې د هغو دوو هندوو خویندو د خوندیتوب امر کړی دی چې په دې وروستیو کې يې د اختطاف او په زوره د مسلمانولو راپورونه خپاره شوي دي. حکومتي پلټونکي تحقیق کوي چې ایا دا دواړه خویندې په رښتیا تښتول شوي او په زوره مسلمانې او بیا واده شوي او که نه؟ دا دواړه هندوې خویندې او د هغوی مېړونه په سند ایالت کې د حکومت تر کنټرول لاندې امن کورونو ته استول شوي دي. دواړو خویندو ویلي چې دوی د مارچ په ۲۰مه خپل ژوند ته د تهدید له امله او اسلام ته د اوښتو په نیت د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته له کورونو وتلې دي. Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د مؤقتې ادارې د رامنځه کېدو وړاندیز پرون دوشنبه په اسلاماباد کې په ...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو یو پوځي مسؤل وژل شوی دی. د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ملا رشید او څلور نور طالب وسلهوال د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې پهدې نښته کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو په بیان کې يې دقیقه شمېره نهده په ډاګه شوې. د ملي امنیتي عمومي ریاست دا نهدي ویلي چې په سروبي کې دا عملیات کله شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله فدریکا موګرېني وایي چې د سولې روانې هڅې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی.
د فاریاب پولیس وايي، وسلهوالو مخالفینو پرون مازیګر د شیرین تګاب ولسوالۍ پر بازار توغندويي حمله وکړه چې په نتیجه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې پهدې اړه جزئیات ورکړل: "د شيرین تګاب ولسوالۍ پر بازار یا مرکز د شپږو راکټونو د توغولو له کبله شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یو ۱۰ کلن هلک او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ شامل دي." ښاغلي یورش د یو ټپي حالت نازک وباله. له بلېخوا چارواکو تأیید کړې چې د شیرین تګاب امنیه قوماندان چې په یو برید کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости