د کشمير په غرونو کې د وارو کېفې
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ د سفارت کار عبدالاکبر سره غږېدلي یو. نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیم سره تړاو لري او په انقره کې د پاکستان په سفارت کې د لومړي سکرتر او پریس اتاشي په توګه خپله دنده پر مخ وړي.
په پاکستان کې د لږکیو استازې کرشنا کماري وايي، حکومت دې د هغو شرخوښو خلاف اقدامات وکړي چې پر لږکیو په زوره مذهب بدلوي.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو یو مهم قوماندان د عملیاتو پرمهال وژلی دی. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا قوماندان چې په فوجي مشهور و، ملي پولیسو په میانشین ولسوالۍ کې په یوه کمین کې وژلی دی دی وایي: "دا قوماندان په فوجي مشهور و او غوښتل یې چې د میانشین ولسوالۍ پر امنیتي کمربند برید وکړي، امنیتي ځواکونه خبر وو او وار یې پرې مخکې کړی، نو دا قوماندان وژل شوی دی." ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...
د قزاقستان موقت ولسمشر قاسم ژومارت تاکایف، له دندې لېرې شوی پخوانی صدراعظم د خپلې ادارې د مشر په توګه موظف کړی دی. نورسلطان نظربایف له نږدې درې لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اوونۍ د قزاقستان د ولسمشر په توګه له دندې استعفا وکړه. تاکایف چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې به د موقت ولسمشر په توګه کار کوي، نن بکیت ژان ساګینتایف د اسیت ایسي کیشیف پرځای د ادارې د مشر په توګه غوره کړ. نظربایف تېره میاشت ساګینتایف ځکه له دندې ګوښه کړ چې د ده په وینا، د خلکو د معیشت د اوچتولو او له انرژۍ پرته په... Читать дальше...
د عراق په شمالي ولایت نینوا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د لسګونو کسانو له مړینې وروسته د عراق پارلمان نن د دې ولایت د والي د لېرې کېدو په پلوۍ رأیې ورکړې. د دې تراژیدۍ له پېښېدو وروسته د عراق پارلمان له صدراعظم عادل عبدالمهدي څخه غوښتي وو چې د نینوا ولایت والي د غفلت او فساد له کبله له دندې لېرې کړي. وکیلانو د ولایت د دوو مرستیالانو د لېرې کېدو پرېکړه هم تأیید کړه. د ۱۳۹۸ کال د وري په لومړۍ نېټه د نوروز د مراسمو د نمانځنې پرمهال موصل ښار ته نږدې یوه کښتۍ په دجلې سیند کې ډوبه شوه چې د... Читать дальше...
د بلوچستان اسمبلۍ به د مارچ پر ۲۵مه، د حکومت له لورې په تعليمي ادارو کې پر سياسي غونډو د بنديز پر موضوع بحث کوي.
د اسلام اباد په نېشنل کالج اف ارټس کې د پاکستان د ورځې په مناسبت په یوه کلتوري غونډه کې د نورو صوبو د فنکارانو ترڅنګ پښتنو هنرمندانو هم ګډون وکړ، ګڼ پښتانه لیدونکي هم دغې غونډې ته د لیدو لپاره ورغلي وو. د مشال عمران یونس پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشا رئیس وايي، په مشورتي لویه جرګه کې د طالب استازو د ګډون په ...
ولسمشر غني پرته له دې چې د طالبانو یا د خپل حکومت د کومې بلې مخالفې ډلې نوم واخلي، وویل چې د تشدد د زیاتېدو ...
په کابل ښار او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنو خلک او د ملي شورا غړي اندېښمن...
د امریکا کانګرس د هغه راپور د نتیجې په تمه دی چې ځانګړي مفتش رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ...
د هند او پاکستان رسنیو په سند صوبه کې د هندوو جینکیو د مذهب د بدلولو په اړه د دواړو خواوو د چارواکو د نظرونو په رڼا کې راپورونه خپاره کړي دي.
سره له دې چې په افغانستان کې د غیر راجستر شویو سیم کارټونو کارول یوه ستونزه ګڼل شوې، خو بیا هم د دې ...
د خیبر پښتونخوا د ټي بي یا د نري رنځ د کنټرول د ادارې مشر ډاکټر مقصود علي خان د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په پاکستان کې نیم ملیون نه زیات خلک په دغې ناروغۍ اخته کېږي.
د پنجشېر لسګونو اوسېدونکو د پولیسو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پر وړاندې چې د دوی په وینا ملکي وګړی دی، مظاهره وکړه. معترضان وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه وروسته له دې چې د حسیب قوای مرکز په نوم د یوه خپلسري وسله وال په نیولو کې پاتې راغلل، یو کس له ځان سره بوته. د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د عنابې ولسوالۍ په زمانکو سیمه کې د حسیب... Читать дальше...
د بغلان پولیسو د ۱۱ کیلوګرامو هیروئینو او د ۲ کیلوګرامو چرسو د قاچاق په تور د یوه مشکوک کس د نیولو خبر ورکوي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، دا مواد په یوه کرولا ډوله موټر کې له کندزه پروان ته لېږدول کېدل چې د پلخمري په امنیتي کمربند کې د امنیتي موظفینو له خوا ونیول شول او وړونکی یې هم توقیف شوی دی.
د خيبر پښتونخوا چارسدې شیلا سره تير ۲۰۱۸ز کال کې مشال راډيو ويډيويي مرکه کړې وه. په هغه وخت کې شیلا د سړو جامې اچولې او مزدوري يې کوله. خو کله چې یې ویډیو خپره شوه نو د مشال راډيو د فيسبوک، ټويټر او د پاڼې اوريدونکو او کتونکو ورسره مرستې وکړې او هغې خپل کاروبار شروع کړو. شیلا اوس کور په کور ګرځي او د ښځو جامې خرڅوي. ويډيو: شبير احمد جان او ځلاند يوسفزی ايډيټ: ګل اياز
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بزګر د ورځې پر مراسمو حمله غندلې او ټینګار کوي چې دولتي مامورین پوځیان نه، بلکې ملکي وګړي دي. په هلمند کې په پرونۍ حمله کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول چې یوناما وايي، لږترلږه درې تنه یې ملکي وګړي دي. په دې حمله کې لسګونه نور کسان هم ټپیان شول. د برید مسؤلیت طالبانو منلی او ویلي یې دي چې دوی دولتي چارواکي په نښه کړي او ملکي وګړو ته یې زیان نه دی اړولی. یوناما په یو بیان کې چې نن خپور شو، ویلي دي چې د دولتي ادارو مامورین د نړیوالو قوانینو له مخې ملکي وګړي دي. Читать дальше...
د افغانستان د ووشو فدراسیون وایي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د شپېتو کلپونو لیګ په کابل کې پیل شي. د دغه فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن ازادي راډيو ته وویل، د دغه لیګ په سیالیو کې به له لسو ولایتونو او ۶۰ کلپونو یوازې ځوانان ګډون کوي. ښاغلی یورش وایي، د دغو سیالیو د تر سره کولو هدف د ملي ټیم لپاره د غوره لوبغاړو او د هېواد په کچه د ووشو د ورزش پیاوړتیا ده. د ووشو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کې به د لیګ سیالۍ په نورو ولایتونو کې هم تر سره شي.
ټاکل شوې چې نن د اسیايي لوبو په دوام د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله د عمان له ملي لوبډلې سره سیالي وکړي. د دغه فدراسیون سرپرست یوسف کارګر نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږنیمو بجو پیل شي. د ښاغلي کارګر په خبره، له دې وړاندې د هېواد د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې له قطر سره لوبه دوه پر صفر بایللې وه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغې لوبډلې بله لوبه د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۶مه له نیپال سره تر سره شي.
د ناروې سمندري ځواکونو د یوې لویې سیاحتي کښتۍ د ۱۳۷۳ سپرلیو له ډلې نږدې ۴۰۰ کسان د هلیکوپټرو په وسیله ژغورلي. د دې کروز ډوله کښتۍ انجن پرون د ناروې په لوېدیځو سواحلو کې د بدې هوا له وجې خراب شو. د وایکېنګ سکای په نوم د دې کښتۍ کپټان پرون د مارچ په ۲۳مه د وضعیت د خرابۍ په اړه وروسته له هغه پیغام واستاوه چې په کښتۍ کې د برښنا جریان پرې شو. دې کشتۍ د امریکا، بريتانیا او ناروې د وګړو په ګډون ټولې ۹۱۵ سپرلۍ درلودې. تر نن سهار پورې د دې کښتۍ له ۴ ماشینونو ۳ یې بېرته فعال شول او د بېړنیو حالاتو... Читать дальше...
تمه ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو لومړنۍ نتیجې نن اعلان شي. لوی څارنوال ویلیم بار د تېرې جمعې په ورځ د دې راپور له ترلاسه کولو وروسته د کانګرس مشرانو ته په یوه مکتوب کې ولیکل، د ۲۲ میاشتو څېړنو په پای کې د چمتو شوي دې راپور اساسي موندنې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې لوی څارنوال دا راپور په دقت سره ګوري او جزیات به یې نن له کانګرس سره شریک کړي. تمه ده چې لوی څارنوال بار، د عدلیې... Читать дальше...
د امريکا په متحدو ايالتونو کې يوه عمده ډله چې د اسرائيل لپاره لابي کوي، د يکشنبې په ورځ خپل درې ورځنى...
د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحاديې له حکومته غوښتي چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د يو خبريال حفیظ الله وزير د کور سوځوونکو ته دې سزا ورکړل شي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости